ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاریان د روميانو، پیازو او کچالو د بیو له بې‌ساري لوړوالي شکایت کوي

کابل ښاریان د روميانو، پیازو او کچالو د بیو له بې‌ساري لوړوالي شکایت کوي

author avatar
8 Sep 2022 - 14:35
کابل ښاریان د روميانو، پیازو او کچالو د بیو له بې‌ساري لوړوالي شکایت کوي
author avatar
8 Sep 2022 - 14:35

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۱): نن په کابل ښار کې د روميانو، پيازو او کچالو بيې د تېرې يوې مياشتې په پرتله دوه برابره لوړې شوې دي.

د پلورونکو په خبره، په افغانستان او پاکستان کې د سېلابونو راوتل او پاکستان ته د روميانو، پیازو او کچالو د صادراتو ډېرېدل د دغو محصولاتو د بیو لوړېدو اصلي لاملونه دي.

د کابل ښار په سرسبزۍ څلور لارې کې د سبزي مارکېټ هټۍيوال وايي، د تېرې يوې مياشتې په پرتله نن د يو من روميانو بيه له سلو څخه ٣٥٠ افغانيو، د يو من پيازو بيه له ۱۲۰ نه ۲۰۰ افغانیو او د یو من کچالو بيه له ١٢٠ څخه ۱۸۰ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د دوی په خبره، پاکستان ته د یادو توکو د صادراتو ډېرېدو له امله په هېواد کې یې بیې لوړې شوې دي.

په پاکستان کې د پژواک د خبریال د معلوماتو له مخې، پاکستان ته د روميانو، پيازو او کچالو د صادراتو د زياتوالي له امله، د لسو ورځو په پرتله نن د يو کيلوګرام رومي بانجانو بيه له ٢٥٠ نه ٢٠٠ کلدارو او د يو کيلو پيازو بيه له ٢٢٠ څخه ۱۹۰ کلدارو ته راټیټه شوې ده.

د يادونې ده چې په تېره یوه میاشت کې د هېواد او  پاکستان په ځینو سیمو کې د سېلابونو راوتلو له امله د کرنې برخې ته ‎درانه زیانونه اوښتي دي.

د هېوادوالو شکایتونه

د کابل ښار د لومړي مکروريانو اوسېدونکي احمدشاه پژواک ته وويل: «تر اوسه اوړی هم دی، خو د ترکاریو په ځانګړي ډول د روميانو، پيازو او کچالو بيې لوړې شوې دي، لامل يې څه دی، هیڅ نه پوهېږم.»

نوموړي د بيو د کنټرول غوښتنه وکړه و ویې ویل، که د یادو محصولاتو صادرات د هغه د بیې لوړېدو لامل شوي وي، بايد د صادراتو مخه يې ونيول شي څو په هېواد کې دننه خلک زیانمن نه شي.

په ورته مهال، د کابل ښار د قلعه زمان‌خان اوسېدونکې نظیفه ابراهیمي هم د ترکاریو په ځانګړي ډول د پیازو، کچالو او روميانو د بیو له بې‌ساري لوړېدو شکایت کوي.

هغې زياته کړه: «د اوړي په دې موسم کې چې تر اوسه د هېڅ شي حاصلات نه دي خلاص شوي، د يو من رومي بانجانو بيه ٤٠٠ افغانۍ ده، پیاز او کچالو هم همدا ډول، حکومت باید د بیو د لوړېدو مخنیوی وکړي.»

هټۍیوال د دغو توکو د صادراتو زیاتوالی د هغو د بیو لوړېدو اصلي لامل ګڼي.

احمد مهیب چې د کابل په نړۍوال مارکېټ کې مختلف ډول سبزي پلوري، پژواک خبري اژانس ته وويل: «په مارکېټ کې ترکاري پلورم، درې اوونۍ کېږي چې بیې لوړې شوې، لامل یې همدا دی چې پاکستان ته بارېږي او ځي.»

د هغه په ​​خبره، سېلابونه او پرله‌پسې اورښتونه هم د ترکاریو د بیو لوړېدو یو لامل دی؛ ځکه سېلابونو کرنيزې ځمکې ویجاړې کړې او ټول حاصلات يې خراب کړي دي.

هغه زياته کړه: «د سبزيجاتو په ځانګړې توګه د روميانو، نعنا، لېمو، اوږې، پیازو او کچالو بیې لوړې شوې، روميان پاکستان ته صادرېږي.»

د نوموړي په وینا، یوه میاشت مخکې یو من رومي بانجان په ۱۰۰ افغانۍ و خو نن په ۳۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

هغه په دوام کې وویل: «څو ورځې مخکې یو چارک بېنډۍ په څلوېښت یا پنځوس افغانۍ وه خو اوس چارک په ۱۰۰ افغانۍ ده، د لیمو بیه له ۵۰ تر ۸۰ افغانۍ پورې وه خو اوس تر ۱۲۰ افغانیو رسېدلې، کچالو او پیاز من په ۱۰۰ افغانۍ وو خو اوس یې د یو من بیه تر ۲۲۰ افغانیو رسېدلې ده.»

د هغه په وینا، یو کال مخکې همدغه مهال یو من کچالو په ۱۲۰ افغانۍ وو، خو اوس له ۲۲۰ تر ۲۵۰ افغانیو پورې پلورل کېږي، پیاز په ۱۱۰ افغانۍ وو خو اوس یې بیه ۱۸۰ افغانۍ ده.

هغه وايي، له هغه وخته چې د دغو محصولاتو بیې لوړې شوې، پلور یې هم لږ شوی؛ ځکه خلک یې د پېرلو توان نه لري.

دغه‌راز، د کابل نړۍ‌وال مارکېټ یوه هټۍ‌وال شاهدالله وویل، پر سېلابونو سربېره، د دغو محصولاتو صادرات هم ډېر شوي، نو ځکه یې په داخلي بازارونو کې بیې لوړې شوې دي.

د هغه په وینا، نن د یو من رومي بانجانو بیه ۳۵۰ افغانۍ، یو من پیاز ۱۸۰ افغانۍ او د یو من کچالو بیه ۲۵۰ افغانۍ ده چې د تېرې میاشتې په پرتله د هر یوه په بیه کې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانیو پورې ډېروالی راغلی دی.

په ورته وخت کې، د افغاستان د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې مرستیال خان‌جان الکوزي هم د دغو محصولاتو د بیو د لوړېدو په اړه پژواک ته وویل: «د بیو د لوړېدو عمده لامل سېلابونه دي؛ ځکه چې کروندې او کښتونه یې سخت زیانمن کړي دي.»

د هغه په وینا، سېلابونو یوازې افغانستان نه، بلکې ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان یې زیانمن کړی دی او هلته د دغو محصولاتو بیې په بې‌ساري توګه لوړې شوې دي.

خو نوموړی د دغو محصولاتو صادرات د هېواد دننه د هغو د بیو د لوړېدو اصلي لامل بولي او زیاتوي: «مخکې مو له ۱۶۰ تر ۱۸۰ کانټینرونو پورې رومي‌بانجان او ترکاري پاکستان ته صادرول، خو نن یوازې اووه موټرونه د تورخم له کرښې اوښتي، د صادراتو کچې د راټيټېدو لامل دا دی چې وروستیو سېلابونو کروندې او کښتونه خراب کړل او رومي هم خراب شوي دي.»

نوموړی د دغو توکو د صادراتو درول د حل لار نه بولي؛ ځکه کروندګر به زیانمن شي او هڅه کوي چې له اړوند ارګانونو سره په ګډه د بیو راټيټولو لپاره د حل یوه بله لار ولټوي.

Visits: 492

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.