پارون (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۱): چارواکي وايي، د نورستان په څلورو ولسوالیو کامدېش، وانټوایګل، دواب او نورګرام ولسوالیو کې سلګونه کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې دوه کسان مړه شوي هم دي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس مولوي نقیبالله نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، د وروستیو سېلابونو له امله په کامدېش، وانټوایګل، دواب او نورګرام ولسوالیو کې د څښاک اوبه ککړې شوې چې له امله یې سلګونه کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.
هغه زیاته کړه، په ناروغانو کې د ډېر عمر کسان، ښځې او ماشومان شامل دي، دوو کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.
د ده په خبره، له هغه وروسته چې په یادو شوو ولسوالیو کې د کولرا ناروغي خپره شوه، سیمې ته یې روغتیايي ډلې له درملو سره یو ځای لېږلي او اوسمهال یې دا ناروغي مهار کړې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP