منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۹ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نورستان کې سلګونه کسان پر کولرا ناروغۍ اخته او له امله یې دوه کسان مړه شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۰۹ کتنې

پارون (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۱): چارواکي وايي، د نورستان په څلورو ولسوالیو کامدېش، وانټ‌وایګل، دواب او نورګرام ولسوالیو کې سلګونه کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې دوه کسان مړه شوي هم دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس مولوي نقیب‌الله نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، د وروستیو سېلابونو له امله په کامدېش، وانټ‌وایګل، دواب او نورګرام ولسوالیو کې د څښاک اوبه ککړې شوې چې له امله یې سلګونه کسان پر کولرا  ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه زیاته کړه، په ناروغانو کې د ډېر عمر کسان، ښځې او ماشومان شامل دي، دوو کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

د ده په خبره، له هغه وروسته چې په یادو شوو ولسوالیو کې د کولرا ناروغي خپره شوه، سیمې ته یې روغتیايي ډلې له درملو سره یو ځای لېږلي او اوسمهال یې دا ناروغي مهار کړې ده.

د یاد ریاست د سرویلانس مسوول ډاکټر نظام‌الدین نجم هم پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو څو ورځو کې د کامدېش، وانټ‌وایګل، دواب او نورګرام ولسوالیو شاوخوا ۳۰۰ کسان چې پر کولرا ناروغۍ اخته شوي وو، د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې ده.

هغه زیاته کړه، د ناروغانو له ډلې دوه کسان مړه شوي او د نورو درملنه روانه ده.

دی هم وايي چې دا ناروغي د اوبو د ککړتیا له امله خپره شوې او خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د نورګرام او دواب ولسوالیو اوسېدونکي هم وايي چې له تېرو څو ورځو راهیسې د دغو ولسوالیو ګڼ اوسېدونکي د کولرا پر ناروغۍ اخته شوي دي.

د وزیر په نوم یوه کس - چې ناروغ یې د دواب ولسوالۍ روغتون ته د درملنې لپاره راوستلی و - پژواک خبري اژانس ته وویل، همدا نن شاوخوا سلو نورو کسانو هم دغه روغتون ته مراجعه کړې وه چې ټول پر کولرا اخته وو.

هغه زیاته کړه، خلک د څښاک لپاره د کارېزونو، څاه‌ګانو او چینو له اوبو کار اخلي چې د وروستیو سېلابونو له امله ککړې شوې، همدا لامل دی چې خلک یې پر کولرا اخته کړي دي.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې دې مرسته ورسره وکړي.

د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکي عبیدالله پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې د یادې شوې ناروغۍ شدت د نورو ورځو په پرتله ډېر شوی دی.

هغه زیاته کړه، د دې ناروغۍ له امله د ولسوالۍ دوه اوسېدونکي مړه شوي او په لسګونه نور ورڅخه رنځېږي.

دی وايي: «دلته په هر کور کې لږ تر لږه یو کس د کولرا په ناروغۍ اخته شوی دی، د صحت عامې یو روغتیایې ټیم هم راغلی خو د ناروغانو ډېروالي ته په کتو ورسره لازم درمل لږ دي او د ناروغانو د انتقال په برخه کې هم کافي ستونزې شته، ځینو درو ته سړکونه نه دي تللي، امبولانسونه نشته، همدا لامل دی چې دوی نه پوهېږي نور به څومره خلک په دې ناروغۍ اخته وي.»

نورستان د هېواد په ختیځ کې هغه ولایت دی چې ډېر خلک یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او له همدې امله وخت په وخت پر ناروغیو اخته کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا