کابل (پژواک ۱۹ وږی ۱۴۰۱): امنيتي مسوولین وايي چې د کابل ښار د دشت برچي سيمې چاودنو کې درې تنه ټپيان شوي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې نن ماښام د کابل د اتلسمې حوزې اړوند سیمه کې په یوه کرولا ډوله موټر پسې په بایسکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکو توکو انفجار کړی دی.
ده زياته کړه،، د لومړنیو معلوماتو له مخې، په چاودنه کې درې عام هېوادوال ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، سیمه کې امنیتي ځواکونو پلټنې پیل کړې دي.
خو د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بیا وايي: «نن مازدیګر مهال د دشت برچي په ساحه کې په دوو بایسکلونو کې چاودېدونکې توکي ځای پرځای شوي وو چې چاودېدلي دي، د یادو چاودنو له امله زموږ یو څو تنه عام هېوادوال سطحي زخمیان شوي دي، چې په وخت سره روغتون ته ورسېدل.»
د سيمې يوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم يې خپور شي، پژواک اژانس ته وویل چې نن ماښام د دشت برچې سيمې د بهار سراب مارکېټ مخې ته چاودنه وشوه، دغه راز د پل خشک سیمه کې هم بله چاودنه وشوه.
نوموړي د دې چاودنو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP