Language

کابل کې دوه پاکستانيان د نشه‌يي توکو د قاچاق او دوه کسان د انسان تښتونې په تور نیول شوي

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۱): امنيتي ځواکونو په کابل ښار کې دوه پاکستانيان د نشه‌يي توکو د قاچاق او دوه کسان د انسان تښتونې په تور نيولي دي.

د کورنيو چارو وزارت د جنايي څېړنې رياست مشر پاسوال مولوي فیض‌الله کامران وايي، د دغه وزارت له جنايي پېښو سره د مبارزې منسوبينو د کابل ښار په پنځلسمه حوزه کې د يو لړ عملياتو پر مهال دوه پاکستانيان د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تور نيولي دي.

سرچينه زياتوي، ياد کسان د نويد په نوم د يوه کس په کور کې اوسېدل چې نږدې ۲۳زره نشه‌يي ګولۍ «ټابلیټ‌کا» ترې ترلاسه شوې دي.

ياد وزارت پر خپل ټويټر یوه ويډيو هم خپره کړې چې نيول شويو کسانو په کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

login or register a new account.