کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۱): امنيتي ځواکونو په کابل ښار کې دوه پاکستانيان د نشهيي توکو د قاچاق او دوه کسان د انسان تښتونې په تور نيولي دي.
د کورنيو چارو وزارت د جنايي څېړنې رياست مشر پاسوال مولوي فیضالله کامران وايي، د دغه وزارت له جنايي پېښو سره د مبارزې منسوبينو د کابل ښار په پنځلسمه حوزه کې د يو لړ عملياتو پر مهال دوه پاکستانيان د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تور نيولي دي.
سرچينه زياتوي، ياد کسان د نويد په نوم د يوه کس په کور کې اوسېدل چې نږدې ۲۳زره نشهيي ګولۍ «ټابلیټکا» ترې ترلاسه شوې دي.
ياد وزارت پر خپل ټويټر یوه ويډيو هم خپره کړې چې نيول شويو کسانو په کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
نيول شوی کس شېراحمد وايي: «څلور پنځه کاله کېږي چې د نويد په نوم له يوه کس سره اشنا شو، نويد د نشهيي توکو کار کوي؛ غالب هم ورسره ده، هغه يې پر خلکو وېشي. په کوم کور چې زه، خور او خوريی مې ژوند کوو، مياشتنی لګښت چې ۳۰زره افغانۍ کېږي، راکوي.»
نيول شوې مېرمن هم وايي: «نوم مې سلما ده، پلار مو د پاکستان دی، څلور پنځه کاله کېږي چې نويد نومي کس سره اشنا شوي يو، هغه د نشهيي توکو کار کوي، اشپز يې غالب دغه مواد وړي او پر خلکو يې وېشي.»
دغهراز د کورنيو چارو وزارت د جنايي څېړنې رياست مشر پاسوال مولوي فیضالله کامران وايي، د «عزت مشهور په الهام د انسان تښتوونکو د ډلې دوه تنه مهم غړي» د ياد وزارت اړوند له جنایي جرمونو سره د مبارزې ریاست منسوبینو له لوري د کابل ښار د اتمې او نهمې امنیتي حوزو په اړوندو سیمو کې ونیول شول.
يادو کسانو هم پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې ويډيو کې يو نيول کس د انسان تښتوونې د يوې قضيې په اړه وايي: «د جواد په نوم و، د وهلو په وخت کې مړ شوی و، کالي مو ور بدل کړل او د سیلو شاوخوا مو وغورځاوه.»
یو بل کس چې يو ورور يې انسان تښتوونکو تر تښتونې وروسته وژلی، په ويډيو کې وايي: «ورور مې حاجي جواد په يوه لنډکروز موټر کې چې ښېښې يې تورې وې، له خپلې هټۍ يوړ او بيا يې مړی په سیلو سیمه کې د ناپاکو اوبو په کانال کې اچولی و، ډېرې په بې رحمې يې شهيد کړی و.»
بل نيول شوی تورن کس هم پر انسان تښتونې اعتراف کړی او په ويډيو کې وايي: «عزتالله مشهور په الهام زما د سترګو پر وړاندې څو قضيې وکړې، يو کس مو د عبدالحق له څلور لارې راوړ او یو بل سپين ږیری مو له تهيې مسکن څخه راوړ.»
د کورنيو چارو وزارت وايي، د يادو کسانو دوسيې به ډېر ژر عدلي او قضايي ارګانونو ته سپاري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










