کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان د سرپرست حکومت د چارو اداره وایي چې دوی شپږو هېوادونو ته ډیپلوماتان استولي دي.
دغه څرګندونې د سرپرست حکومت د چارو ادارې لوى رياست د پاليسۍ او څارنې مرستيال مولوي سيفالدين تايب د وږي په ۱۹مه ملت ته د حساب ورکولو په پروګرام کې وکړې.
هغه په دغه پروګرام کې د دې ادارې د فعاليتونو او برياليتوبونو په اړه معلومات ورکړل او په حکومتولۍ کې يې دقيقه او رڼه حساب ورکونه يو اصل وباله.
مولوي تایب وويل چې د اسلامي امارت په برياليتوب سره اداري فساد کم شوى او اسلامي امارت د اداري فساد خلاف عملي مبارزه پيل کړې چې ښې پايلې يې لرلې دي.
هغه د افغانستان د اقتصادي حالت په اړه وويل چې د اقتصادي کمېسيون فرعي کمېټې د اقتصادي حالت په اړه کار کوي او د اقتصادي حالت د بدلون لپاره يې هر اړخيزې طرحې اقتصادي کمېسيون ته وړاندې کړې چې دولتي شرکتونه پياوړي او فعال شي.
د چارو اداري مرستيال د اسلامي امارت د ډيپلوماتانو د استولو په اړه وويل چې د بهرنيو چارو وزارت د وړانديز له مخې، د چين، روسيې، ترکمنستان، ايران، پاکستان او د ترکيې هېوادونو ته د افغانستان د اسلامي امارت له خوا ډيپلوماتان استول شوي دي.
د چارو ادارې مرستيال د اداري اصلاحاتو، د بودجې د لګښت، د عوايدو راټولولو، د پروژو د طرحې او ډيزاين او په بېلابېلو برخو کې د دې ادارې د راتلونکو پلانونو په اړه هم معلومات ورکړل.
Views: 2496
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP