ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاریان د انټرنېټ له ټیټ‌ کیفیت او لوړې بیې شکایت کوي

کابل ښاریان د انټرنېټ له ټیټ‌ کیفیت او لوړې بیې شکایت کوي

author avatar
11 Sep 2022 - 17:18
کابل ښاریان د انټرنېټ له ټیټ‌ کیفیت او لوړې بیې شکایت کوي
author avatar
11 Sep 2022 - 17:18

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۱): یو شمېر کابل ښاریان داسې مهال د انټرنېټ له ټیټ کیفیت او لوړې بیې شکایت کوي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د خلکو دغې ستونزې ته د رسېدو لپاره د تخنیکي ټیمونو د جوړولو خبر ورکوي.

پژواک خبري اژانس د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې له ډېرو هغو کسانو سره مرکې کړې چې په موبایلونو کې یې انټرنېټ فعال کړی؛ هغوی وايي، که څه هم د مخابراتو وزارت او مخابراتي شرکتونو په وار وار اعلان کړى چې د انټرنېټ بيې به راټيټې کړي، خو لا هم دغه کار نه دی شوی، ځیني وختونه په ځینو سیمو کې انټرنېټ هیڅ کار نه کوي او یا یې سرعت ډېر ورو وي.

همدارنګه ځیني هېوادوال ادعا کوي، شبکې پرته له دې چې پېرودونکي خپل ټول انټرنېټ مصرف کړي، پیغام ورکوي چې ستاسو د انټرنېټ بنډل پای ته رسېدلی دی.

هېوادوال: د مخابراتو وزارت دې زموږ ستونزې هوارې کړي

د کابل اوسېدونکی حسین چې له سلام مخابراتي شبکې استفاده کوي، وویل: «انټرنېټ سم کار نه کوي؛ د خلکو پيسې او اېم‌بي د قاچاق په ډول اخلي، خو سرعت يې ډېر ورو دی، که وغواړو چې یوه وېډيو او کومه پاڼه پرانيزو، باید د ساعتونو لپاره په تمه پاتې شو څو اپلوډ شوې وېډیو او د خپلې خوښې پاڼه پرانیستل شي، له دې امله له ستونزې سره مخ یو.»

نوموړی له مسوولینو غواړي چې په دې برخه کې پاملرنه وکړي او د انټرنېټ او مخابراتي بنډلونو بیې دې راټیټې کړي، څو خلک وکولای شي خپلې ستونزې په اسانۍ سره حل کړي.

د کابل ښار د پل‌سرخ سيمې اوسېدونکې فرزانې وويل، د انټرنېټ بيه د ګاونډيو هېوادونو په پرتله ډېره لوړه ده او خلک يې د پېرېدلو توان نه لري.

هغې زیاته کړه: «د انټرنېټ بیه بیخې ناهیلې کوونکې ده، ځینو شرکتونو د یو جي‌بي انټرنېټ بیه ۲۵۰ افغانۍ کړې، ځینو شبکو په ۳۰۰ افغانۍ او ځینې شبکې ۴ یا ۵ جي‌بي په ۵۰۰ او ۶۰۰ افغانیو د یوې میاشتې لپاره وړاندې کوي چې دا ډېره لوړه بیه ده، ځینې شبکې تخفیف هم لري چې د شپې له ۱۱ بجو وروسته دي او زموږ په درد نه خوري چې خلک یې له امله له ستونزو سره مخ دي.»

سرچينه وايي، د انټرنېټ بيه لوړه او کيفيت يې دومره ټيټ دی چې خلک نه شي کولاى خپل کار ته رسېدنه وکړي او خپلې ستونزې هوارې کړي، حکومت بايد په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د کابل بله اوسېدونکې شبانه چې د اتصالات مخابراتي شبکه کاروي، وايي چې مخابراتي شرکتونو د انټرنېټ سرعت ټيټ کړى او دې چارې په ورځنيو کارونو کې يې ستونزې را ولاړې کړې دي.

سرچینې وویل: «د ځانګړو وړاندیزونو له لارې د ټیټ کیفیت او کرېډېټ کارت د غلا له امله له ډېرو ستونزو سره مخ یو؛ هیڅ ‎سم کار نه کوي. ۴ جي‌بي په ۵۵۰ افغانيو فعالوو او کله چې غواړو عکس او ويډيو واستوو، سم کار نه کوي او ډېر کمزوری دی.»

هغې زیاته کړه:«ومې غوښتل خپل سیم‌کارت بدل کړم چې کېدای شي له نورو شبکو څخه ښه وي، خو کله مې چې له څو شبکو استفاده وکړه، خبره هماغه وه؛ هم زموږ کرېډېټ کارت غلا کوي او هم د ډېټا د خلاصولو او بېرته بندلو په حال کې پرته له دې چې کومه پاڼه پرانیزو، سل تر دوه سوه ام‌بي انټرنېټ مصرفوي.»

د هغې په ​​وينا، له يوې خوا د انټرنېټ بيه لوړه ده او له بلې د دغو شرکتونو له خوا کرېډېټ کارتونه او ايم‌بي غلا کېږي چې مسوولين یې بايد د «غلا» مخه ونيسي.

د روشن شبکې یوه کاروونکې ناهید ادعا وکړه: «د درې جي‌بي میاشتني بنډل فعالولو لپاره مې د ۵۵۵ شمېرې له لارې شرکت ته زنګ وواهه او یوه میاشتنۍ بسته مې فعاله کړه، خو د میاشتنۍ بستې پر ځای دغه شرکت ورځنۍ بسته راته فعاله کړې وه چې هره ورځ د شرکت له لوري په خپل سر فعاليده، پیسې او اېم‌بي یې رانه مصرفول.»

هغې هم له مسوولينو وغوښتل چې دې برخې ته پاملرنه وکړي او د شبکو د دغه کار مخه ونيسي.

د کابل ښار د ۵۰۰ فامیلي سیمې اوسېدونکې سهیلا وايي: «د مخابراتي او انټرنیټي شرکتونو غلا خپل اوج ته رسېدلې، باور وکړئ چې ۳ جي بي فعالوم، په یوه اوونۍ کې خلاصېږي، په داسې حال کې چې د د ورځې به مې بیخي استفاده نه ترې کوله او د شپې هم ډېر کار نه ترې اخلم، هم مې اتصالات، هم روشن او هم مې سلام فعال کړ خو ټولو یو شان ستونزې درلودې.»

دغه‌راز د غالب خصوصي پوهنتون محصله نبیلا هم ورته شکایت لري او وايي: «زه تل اتصالات فعالوم، په دې میاشت کې مې ۵۵۰ افغانۍ کرېډېټ اضافه کړ او ۴ جي بي انټرنیټ مې فعال کړ، پیغام راته راغی چې ستاسو انټرنېټ فعال شوی، کرېډېټ یې مصرف کړی و خو انټرنېټ مې فعال نه شو، کله چې ‎شبکې ته زنګ وهم نه رخ کېږي، دا خپله ‎ښکاره غلا ده.»

هغه هم د یادو شبکو د پېرودونکو د ستونزو د حل غوښتنه کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د دغو ستونزو د حل خبر ورکوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وياند عنايت‌الله الکوزي د هېوادوالو د یادو شکايتونو په اړه وويل، په هغو سيمو کې چې انټرنېټ کمزورى دى، تخنيکي ټېمونه هڅه کوي سيمې معلومې او د انټرنېټ کيفيت يې لوړ کړي.

هغه د مخابراتي شبکو له لوري د خلکو د پیسو او انټرنېټ د غلا په اړه د شکایتونو په ځواب کې وايي، دا موضوع یې د څارنې او ارزونې له ټيم سره شريکه کړې او وبه څېړل شي.

نوموړي د انټرنېټ د بيې ټيټېدو په اړه وويل: «مخکې به يو ګيګابايټ انټرنېټ په ٢٥٠ افغانۍ پلورل کېده، خو اوس يې بيه ١١٠ افغانۍ ټاکل شوې او ټېلیفوني اړیکو بیه د بېلګې په توګه مخکې به له يوې شبکې د بلې شبکې سیمکارت ته اړیکه په یوه دقیقه کې له ۳ تر ۳،۵ افغانۍ وه، خو اوس دغه بیه ۲،۲ افغانیو ته راټیټه شوې ده.‎»

نوموړي دغه‌راز وویل چې په همدې ډول په شبکو کې د داخلي اړیکو بيه په يوه دقيقه کې له ٣ افغانيو ۱،۸۵ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

هغه زیاته کړه: «له څه مودې راهیسې افغانانو غوښتل چې د انټرنېټ بیې راټیټې شي، بیې ډېرې راکمې شوې، له ګاونډیو هېوادونو سره د هغه پرتله چې د انټرنېت بیې يې کمې دي، غېرعادلانه ده، ځکه امکانات توپیر کوي، موږ په خپله د ایران او پاکستان په څېر له هېوادونو انټرنېټ اخلو، د مخابراتو وزارت رهبري هڅه کوي چې خلکو ته باکیفیته او ارزانه خدمتونه وړاندې کړي.»

Views: 210

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.