پلخمري (پژواک، ٢٢ وږى ١٤٠١): د بغلان د اقتصاد رييس وايي، په دغه ولايت کې د ٦٤ پرمختيايي پروژو چارې نيمګړې پاتې او که بشپړې نه شي نو شوي کارونه به يې هم له منځه ولاړ شي.
د بغلان د اقتصاد ريیس مولوي عبدالمتین اخوندزاده د وږي په ۲۲ مه، پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ وويل چې پر نوي حکومت د نړۍوالو د بنديزونو له امله په هېواد کې د ډېرو پرمختيايي پروژو چارې نيمګړې پاتې دي.
هغه وايي، په همدې لړ کې په بغلان ولايت کې هم د ٦٤ پرمختيايي پروژو چارې نيمګړې پاتې او د نه شپړېدو په صورت کې به شوي کارونه يي هم له منځه ولاړ شي.
ده ټينګار وکړ چې دغه پروژې بايد د اړوندو تمویلونکو له لوري پيل شي، ځکه زيان يوازې هغو خلکو ته دى چې په سيمو کې يې دغه پروژې پلې کېږي.
دی زياتوي چې د پخوا په پرتله په یاد ولايت کې امنيتي وضعيت ډېر ښه شوى او موسسې کولاى شي په ډاډه زړه فعاليت وکړي.
اخوندزاده وايي چې په بغلان ولايت کې د تېر حکومت پر مهال ٣٠ موسسو فعاليت درلود او اوس يې شمېر ٤٠ ته رسېدلی دى.
خو نوموړی زياتوي، پر حکومت د اقتصادي بنديزونو له امله د يادو موسسو له ډلې يو شمېر يې پروژې نه لري چې په بېلابېلو برخو کې فعاليت وکړي.
دغهراز په بغلان کې د افغان مېرمنو د اقتصادي موسسې مرستيال عبدالبصير عبدالرحيمزي پژواک ته وويل چې له يوه کال راهيسې کارکوونکي يې دفتر ته ورځي خو له ډېرو هڅو سره-سره تر اوسه نه دي توانيدلي چې ډونرانو ته قناعت ورکړي او پروژه ترلاسه کړي.
ده هم وويل چې د پخوا په پرتله امنيت ښه شوى، خو ډېر بنسټونه د پخوا په شان کار کولو ته زړه نه ښه کوي.
د بغلان د حکومتي مسوولينو د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت سل بستريز روغتون، د پلخمري جامع جومات، د بغلان پوهنتون د ليلې ودانۍ او دوشي – باميان د سړک په ګډون د لسګونو نورو پروژو چارې هم نيمګړې پاتې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP