کلات (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۱): د زابل د کرنې ریاست چارواکي او بڼوال وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د انځرو حاصلات ډېر شوي خو غیر موسمي اورښتونو یې کیفیت ته زیان اړولی دی.
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عطاالله راشد پژواک خبري اژانس ته وویل، مېزانه، ارغنداب، ښار صفا او سیوري د زابل هغه ولسوالۍ دي چې هر کال یې له بڼونو زرګونه ټنه انځر تر لاسه کېږي.
هغه زیاته کړه، د دغو ولسوالیو پر څه باندې ۶زره هکتاره ځمکه د انځرو باغونه جوړ شوي چې تېر کال ورڅخه ۲۰زره ۱۶۲ مټریک ټنه او سږ کال ترې ۲۰زره ۱۱۷۰ مټریک ټنه انځر تر لاسه شوي چې سږ کال ۵ سلنه زیاتوالی په کې راغلی دی.
خو دی وايي چې غیر موسمي اورښتونو د انځرو کیفیت ټیټ کړی او خپل رنګ یې له لاسه ورکړی دی.
د ده په خبره، هڅه کوي د یاد ولایت انځرو ته بازار پیدا کړي چې په دې برخه کې یې څو ځلې له زابلي سوداګرو سره ناستې هم کړې دي.
د انځرو بڼوال هم وايي چې له خپلو سږنیو حاصلاتو خوښ نه دي، ځکه وچکالۍ او وروستیو اورښتونو انځر زیانمن کړل.
حاجي صدیق چې په مېزانه ولسوالۍ کې د انځرو بڼ لري، پژواک خبري اژانس ته وویل: «سږ کال یو وار وچکالۍ انځرو ته زیانونه واړول او مرضونه یې وکړل، وروسته بیا د حاصلاتو راټولولو په وخت بارانونه شروع شول او د انځرو کیفیت یې خراب کړ چې اوس په نیم قیمت هم نه خرڅېږي.»
هغه زیاته کړه، د زابل انځر د هېواد په کچه ښه انځر دي چې تر ډېره خپل رنګ له لاسه نه ورکوي او خوند یې هم ښه وي، خو چارواکو ته په کار ده چې نه یوازې بازار ورته پیدا کړي، بلکې دوی ته دې سړېخونې جوړې کړي څو انځر په کې وساتي او په مناسب وخت کې یې بازار ته وړاندې کړي.
بل خوا سوداګر هم وايي چې سږنیو اورښتونو تازه او وچې مېوې دواړې زیانمنې کړې چې ښايي په ښه بیه و نه پلورل شي.
د انځرو یو سوداګر حاجي عبدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، د زابل انځر تر ډېره کندهار ته وړل کېږي او له هغه ځایه بیا پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو ته صادرېږي.
هغه زیاته کړه، سږ کال د انځرو کیفیت ښه نه دی او په بهر کې بازار نه لري؛ نو له همدې امله یې دوی له بڼوالو اخلي او بیا یې په ټیټه بیه پر نورو کورنیو سوداګرو پلوري.
دی غوښتنه کوي چې حکومت دې له دوی سره لومړی د انځرو او نورو مېوو د حاصلاتو د ښه کولو په برخه کې مرسته وکړي، وروسته دې له نورو هېوادونو سره د تازه او وچې مېوې قراردادونه وکړي څو دوی یې په ښه بیه بهر ته صادر کړي.
دغه سوداګر وايي، د زابل انځر ځانګړی خوند او خوږوالی لري او دغهراز خپل رنګ ژر نه بایلي چې په کور دننه او بهر یې خلک ډېر خوښوي.
انځر د زابل له مهمو حاصلاتو ګڼل کېږي چې په پخوانۍ دودیزه بڼه وچېږي، کله چې انځر پاخه شي، شکول کېږي او بیا د لوخو په رسۍ پیودل کېږي، وروسته څلور یا پنځه ورځې لمرینې هوا ته اېښودل کېږي څو وچ او بازار ته وړاندې شي.
دغه ولایت د انځرو ترڅنګ بادام، انګور، انار، خټکي، هندواڼې، مڼې او یو شمېر نورې مېوې هم لري چې په کور دننه او بهر ښه شهرت لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP