پلخمري (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۱): د بغلان په فرینګ او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د ۴۱ میلیون افغانیو په لګښت دوه د څښاک اوبو رسونې او درې د استنادي دېوالونو د جوړېدو کار پیل شو.
د بغلان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ريیس مولوي عبدالواحد عبیده د وږي په ۲۳ مه د یادو پروژو د کار د پیل په موخه جوړو شويو مراسمو پر مهال پژواک اژانس ته وویل، د بغلان ولایت په دوو ولسوالیو فرینګ او مرکزي بغلان ولسوالیو کې دوه د څښاک اوبو رسونې او درې د استنادي دېوالونو د جوړېدو کار پیلوي چې په جوړېدو به یې څه کم ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې او زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکې به د موسمي سېلابونو له خطره خوندي شي.
ده زياته کړه، په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د اجمیر او جنګاغرک په نوم کانالونو دوه استنادي دېوالونه او په فرینګ ولسوالۍ کې د مراد شهر په نوم کانال استنادي دېوال رغول کېږي چې درې واړه ۲۲۶۰ متره اوږدوالي لري او ترڅنګ یې ۱۲ د اوبو کوچني بندونه دي چې ۳۸ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي، پیسې یې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له خوا ورکول کېږي او پلي کوونکې یې د ASIO موسسه ده.
دی وايي، د استنادي دېوالونو لګښت د خوړو نړیوال سازمان له خوا کار د پیسو په بدل کې سرلیک لاندې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په دغه پروژه کې کار کوي او د اوبو رسونې پروژه چې د څښاک اوبو دوه ژورې څاګانې دي، د اکتید موسسې په مالي مرسته څه کم څلور سوه کورنیو ته د څښاک اوبو برابرول دي چې د څه باندې درې میلیون افغانیو په لګښت به بشپړې شي.
د بغلان ولایت د اقتصاد رییس مولوي عبدالمتین اخوند زاده وایي، د دغو پروژو په پيلېدو سره له یوې خوا سلګونه کسانو ته په خپله سیمه کې د کار کولو زمینه برابره شوې او له بلې خوا د دغو پروژو په بشپړېدو سره له موسمي سېلابونو څخه د زرګونه هکتاره کرنیزو ځمکو ژغورل به د سیمې د کروندګرو پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي.
نوموړي د خوړو نړیوال سازمان څخه په مننې کولو زیاته کړه، له دې وروسته هڅه کوي ترلاسه شوې مرستې پر خلکو د کار په بدل کې ووېشل شي، له یوې خوا به خلک د هېواد په رغولو کې مستقیمه ونډه ولري او له بله پلوه به ځوانان په کار کولو عادت شي او هغه څه چې یې وړیا ترلاسه کول، له دې وروسته به یې د کار په بدل کې ترلاسه کوي.
د هغه په وينا، پیل یې دغه پروژې دي چې هر کار کوونکي ته د میاشتې ۸۵۰۰ افغانۍ ورکول کېږي او ۳۹۴ کسان به ۹ میاشتې په دغو پروژو کې پر کار بوخت وي.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ د نو اباد کلي ارباب شفیع الله وايي، له دې وړاندې یې هم په دغه کلي کې کوچنۍ څاګانې وې، خو د ډېرو پمپونه او نلکې خرابې شوې، څو ځله یې ورغولې خو اوبه یې ورنه کړې.
دی وايي، په دغه کلي کې شاوخوا ۱۴۰۰ کورنۍ ژوند کوي، د نس ناستې ناروغۍ ډېری پېښې د چټلو اوبو له امله رامنځته کېږي چې په وروستیو کې د کلي ګڼ شمېر ماشومان پرې اخته شوي وو، د څښاک اوبو دغه څا چې تازه کندل کېږي، ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبو برابرولو ظرفیت لري.
د هغه په خبره، د پاتې کورنیو د اوبو ستونزه پرځای ده، له حکومت او مرستندویه موسسو نه د دغسې نورو ژورو څاګانو د کېندلو غوښتنه کوي تر څو د دغه کلي د ټولو کورنیو د اوبو ستونزه حل شي.
د یادونې ده، کابو یوه نیمه میاشت وړاندې د اغا خان موسسې له خوا د بغلان ولایت په مرکز پلخمري، خنجان او دهنه غوري ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو او لارو جوړولو درېیو پروژو کار پیل شوی وو.