کاپیسا (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۱): د کاپیسا چارواکي وایي، د دغه ولایت په نجراب او الهسای ولسوالیو کې د جلغوزې حاصلات د تېر کال په پرتله، ۲۰ سلنه زیات شوي او بزګرانو له دغې وچې مېوې ښه عواید ترلاسه کړي دي.
د کاپیسا ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي روحالله روحاني وایي، سږ کال د دغه ولایت د نجراب او الهسای ولسوالیو له ۳۵۰ هکتاره ځمکې څخه – چې د جلغوزې ونې په کې شته – ۳۳۶ ټنه جلغوزه ترلاسه کړې ده.
د روحاني په وینا، دغه اندازه حاصلات د تېر کال په پرتله چې ۲۸۰ ټنه وو، ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي او د هغه په اند، ښه اب او هوا او موسمي بارانونه د جلغوزې حاصلاتو د زیاتوالي لامل شوی دی.
هغه زیاته کړه، تېرو کلونو کې د افغانستان جلغوزه به په ناقانونه توګه پاکستان ته صادرېدله او پاکستان به په خپل نوم نورو هېوادونو ته صادروله چې د هېواد پر جلغوزې یې منفي اغېز درلود؛ خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د دغې مېوې د قاچاق مخه نېول شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، د کاپیسا په نجراب او الهسای ولسوالیو کې یو من جلغوزه له ۱۲ تر ۱۵ زره افغانیو پلورل کېږی.
د نجراب ولسوالۍ په «دره غوث» کې یو کروندګر خیرالله امیني چې د جلغوزې ۱۰۰ ونې لري، د حاصلاتو له زياتوالي خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، د جلغوزې د همدغو حاصلاتو له لارې خپل ژوند مخې ته وړي.
نوموړي دې ته په اشارې چې د دې وچې مېوې راټولول ډېر زحمت لري، زیاته کړه چې سږ کال یې د جلغوزې له حاصلاتو ۳۰۰زره افغانۍ عواید ترلاسه کړي؛ په داسې حال کې چې تېر کال یې له دغه مدرکه ۲۲۰زره افغانۍ ترلاسه کړې وي.
د الهسای ولسوالۍ د شینکي کلي اوسېدونکي قند آغا چې د جلغوزې ۱۵۰ ونې لري، وویل چې سږ د تېر کال په پرتله له خپلو حاصلاتو ۱۰۰زره افغانۍ زیاتې ترلاسه کړې دي.
هغه بهرنیو هېوادونو ته د خپلو محصولاتو پر صادرولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دغه حاصلات باید له هېواده بهر د افغانستان په نوم او نښان سره صادر شي.
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن