کابل (پژواک، ۲۴ وږي ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت له درنو جرمونو او اداري فساد سره د مبارزې ریاست یوه کارکوونکي د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې ژوند له لاسه ورکړ.
د یاد ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار شاوخوا ۷ بجې ناپېژاندو وسله والو د کابل ښار په افشارو سیمه کې د دغه ریاست د ګمرکاتو مدیریت د لومړي ټیم پر امر محمد خالد ډزې وکړې او ټپي یې کړ.
خبرپاڼه کې راغلي چې محمدخالد د درملنې لپاره د پولیسو ۲۰۰ بستریز روغتون ته ولېږدول شو، خو وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.
سرچینې لیکلي چې بریدکوونکي په یوه کرولا موټر کې سپاره وو خو تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP