غزني (پژواک ۲۴ وږی ۱۴۰۱): د غزني امنيتي مسوولین وايي، په غزني ښار کې يوه ښځه د امنیه قومندانۍ مخې ته د يوه امنيتي کس په خطايي ډز لګېدلې او ټپي شوې ده.
د غزني امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو مسؤول ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته د پېښې د تأيیدولو تر څنګ وویل، نن ورځ د امنیې قومندانۍ په دروازه کي یوه ښځه په خطایي ډول سره د یوه پیرهدار له خوا د ټوپک په ډز سره زخمي شوې ده.
د نوموړي په خبره، د دغه ولایت امنیه قومنداني مخې ته یوه ښځه تېرېده چې په همدې مهال پیرهدار خپل ټوپک په لاس کې اړاوه را اړاوه چې ډز ترې شوی، مرمۍ لومړی په ځمکه او بیا د ښځې په پښه لګېدلې او ژوبله شوې ده.
هغه زیاته کړه، نوموړی پیرهدار نیول شوی او تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.
سرحدي وايي، د ټپي ښځې وارثانو پېښه سهوي بللې او پیرهدار ته یې عفوه کړې ده.
Views: 70