پارون، ګردېز، لغمان، شبرغان (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۱): په نورستان، پکتيا، لغمان او جوزجان کې له ۷۲۳۷ بېوزلو او سېلابځپلو کورنيو سره نغدي، د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.
په نورستان ولایت کې پر يادو کورنيو د نغدي مرستې د وېش لړۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ / UNHCR له لوري وشوه.
د دې ادارې ولایتي مسوول عبدالولي پژواک خبري اژانس ته وویل، د مرستو دا لړۍ یې نن په مرکز پارون کې پيل کړه، خو ژر به یې د یاد ولایت په اوو ولسوالیو (واما، برګ مټال، کامدېش، وانټوایګل، نورګرام، دواب او منډول) کې هم پيل کړي.
دی زیاتوي، د یوې رڼې سروې په پایله کې د نورستان په مرکز او اوو ولسوالیو کې ۴ زره ۱۰۷ بېوزلې کورنۍ په نښه شوې او هرې یوې ته به ۲۶۵ ډالر ورکړل شي چې ټول یو میلیون ۸۸زره ۳۵۵ ډالر کېږي.
د ده په خبره، په دې مرستو سره به یادې کورنۍ وکړای شي چې له ژمي مخکې تر یوه بریده خپلې اړتیاوې پوره کړي.
د یو بل خبر له مخې، د پکتيا په مرکز ګردېز، ډنډپټان او ميرزکه ولسواليو کې له ١٩٠٠ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پکتيا د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رييس نثاراحمد نجات پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه مرسته د خوړو نړۍوال پروګرام او سرې مياشتې له لوري شوې چې په کې اوړه، وريجې، خرما، دال، لوبيا، چاى او ځيني نور توکي شامل دي.
دغه راز په لغمان کې هم له سلګونو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.
د دغه ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر قاري خیرمحمد غازي نن (د وږي ۲۴مه) پژواک ته وویل چې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ د لغمان په مرکز او پنځو ولسوالیو کې له ۴۲۰ بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د ده په وینا، هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۰ لېتره غوړ، ۲ کیلو مالګه او لس پاکټه بېسکېټ ورکړل شول.
نوموړي زیاته کړه، د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت په مالي ملاتړ نن د دغه ولایت په کچه له ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته د ۷۰۰۰ افغانیو معادل ۵۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو غنم، درې بوتله مربا، لس پاکټه اش او دوه تختې کمپلې ووېشل شوې.
د یو بل خبر له مخې، د لغمان د کرنې ریاست له خوا له ۱۱۰ کونډو مېرمنو سره یوه یوه وزه مرسته شوې ده.
د دغه ریاست د مالدارۍ برخې مسوول ډاکټر جواد عليزي پژواک ته وویل چې دغه وزې د (بیت المال) خیره موسسې له خوا پېرل شوې دي.
دغه راز په جوزجان ولایت کې هم له لسګونو اړمنو کورنیو سره0 د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د جوزجان له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي سراجالدین سراج پژواک ته وویل چې نن د وږي ۲۴مه په یاد ولایت کې ۴۵۰ بېوزلو کورنیو ته د چین او اوزبکستان مرسته چې موده مخکې دغو ولایتونو ته لېږل شوې وه، خوراکي توکي ووېشل شول.
هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلوګرام اوړه، ۲۵ کیلوګرام وریجې، ۳ کیلو بوره، ۱۰ پاکټه مګي اش، یو قطی مربا، یو قطی د حبوباتو کنسر او یو پاکټ چاکلېټ ووېشل شول.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن