Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني خلک وايي، د دغه ولایت هوايي ډګر نیمګړې چارې دې بشپړې شي

غزني (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۱): د غزني اوسېدونکي د دغه ولایت د ملکي هوايي ډګر د پاتې نیمګړو چارو د بېرته پیلولو غوښتنه کوي چې کلونه مخکې پیل شوې وې، خو له لږ کار وروسته درېدلې وې.

خلک وايي، د دغه ولایت لسګونه زره اوسېدونکي په بهرنیو هېوادونو کې مسافر او پر کار بوخت دي چې د هوايي ډګر له جوړېدو سره به نه یوازې دوی ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي، بلکې سیلګري او سوداګري به هم ورسره پراخه او د عوایدو یوه ښه سرچینه به شي.

د غزني هوايي ډګر جوړولو کار شاوخوا ۹ کاله مخکې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خوا د دغه ولایت په یونټ سیمه کې پر ۵زره جریبه ځمکه د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شو.

هغه مهال د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه هوايي ډګر د ځمکې هوارولو او په خام ډول د ځغاست‌لیکې (رن وې) جوړولو کارونه وشول، خو وروسته د نامعلومو دلایلو له مخې دا چارې ودرېدې او تر اوسه په ټپه ولاړې دي.

د غزني یوه سوداګر حاجي جمعه تره‌کي پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو کلونو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې نوي هوايي ډګرونه جوړ شول خو غزني چې خپل هوايي ډګر لري او تر یوه حده یې لومړني کارونه هم شوي، د جوړولو چارې یې نیمګړې پاتې دي.

هغه زیاته کړه، د دغه هوايي ډګر د جوړولو کار باید ډېر پخوا بشپړ شوی وای خو تېر حکومت توجه ورته و نه کړه، په کار ده اوسنی سرپرست حکومت پام ورته وکړي او درېدلې چارې یې بېرته پیل کړي.

دی وايي، د غزني لسګونه زره ځوانان دا مهال په عربي او نورو هېوادونو کې پر کار بوخت دي چې دلته د هوايي ډګر د نشتوالي له امله اړ دي د نورو هوايي ډګرونو له لارې تګ راتګ وکړي چې هم یې وخت ضایع کېږي او هم یې پیسې ډېرې مصرفېږي.

دغه‌راز ده یادونه وکړه چې غزني مېشتي سوداګر هم د هوايي ډګر له نشتوالي کړېږي، ځکه له خپل ولایته سوداګریز سفرونه نه شي کولای او یا د هوا له لارې سوداګریز توکي نه شي را لېږدولای.

نوموړی له حکومت او نړۍوالو غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د ملکي هوايي ډګر د جوړولو درېدلې چارې بېرته پیل کړي، څو نه یوازې خلکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي، بلکې سیلګري او سوداګري هم ورسره وغوړېږي او د عوایدو یوه ښه سرچینه شي.

د غزني ښار اوسېدونکي جمشېد هم پژواک خبري اژانس ته وویل، د هوايي ډګر له جوړېدو سره به دغه ولایت د سوداګرۍ او سیاحت په برخه کې وده وکړي او ډېرو خلکو ته به کاري زمینې برابرې شي.

دی وايي، غزني د هېواد په سویل‌ختیځ کې مهم مرکزي ولایت دی چې ډېر نفوس لري او ۸ نور ولایتونه ورباندې را څرخېدلي، په کار ده دلته ژر تر ژره هوايي ډګر جوړ شي.

د غزني د سوداګرۍ خونې مرستیال ذکي قلندري وايي، په دغه ولایت کې هوايي ډګر ته جدي اړتیا ده چې اوسنی حکومت باید ورته پام وکړي.

هغه زیاته کړه، دغه ولایت زیات سوداګر لري چې د سفرونو او یا هم د سوداګریزو توکو، په ځانګړې توګه د درملو او سرو زرو د لېږد رالېږد په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

دی وايي، که په دغه ولایت کې هوايي ډګر جوړ شي نو خلکو، سوداګرو او سیلانیانو ته به د تګ راتګ ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

بل خوا، د غزني هوايي ډګر مسوول مولوي صفي‌الله محفوظ پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د هوايي ډګر له رن وې پرته - چې هغه هم په خام ډول جوړ شوې - نورې ټولې مهمې تخنیکي برخې غیر فعالې دي.

هغه زیاته کړه، په تېرو کلونو کې په بنسټیزه توګه د دغه هوايي ډګر جوړولو کار نه دی شوی، ټکس‌وې، ټرمینل او انتظار ځایونه نه لري، یوازې یو استنادي دېوال او د ۲زره متره په اوږدوالي او د ۷۰ متره په سور ځغاست لیکه یې جوړه شوې ده.

دی وايي، کله چې بهرني ځواکونه له غزني وتل نو د هوايي ډګر د وي سټ او رادار دستګاوې یې ویجاړې کړې چې اوس یې یوازې اسکلېټ پاتې دی.

د ده په خبره، د دغه هوايي ډګر د پاتې چارو د بشپړولو لپاره ۷۰ میلیونه افغانیو ته اړتیا ده چې دا خبره یې له مرکزي ادارې سره شریکه کړې، خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

دی هم وايي که په غزني کې هوايي ډګر جوړ او ملکي الوتنې ترې پیل شي، نو د دغه ولایت ترڅنګ به د اوو نورو ولایتونو (دایکنډي، بامیان، میدان وردګ، پکتیا او پکتیکا» د مسافرو ستونزې ورسره حل شي.

د یادونې ده، شاوخوا نهه کاله مخکې چې د دغه هوايي ډګر ځغاست‌لیکه پرانیستل شوه نو د لومړي ځل لپاره ورباندې د کام ایر هوايي شرکت یوې الوتکې ناسته وکړه، خو وروسته بیا کومې لویې الوتکې ناسته نه ده کړې.

اوس‌مهال په اوونۍ کې یو یا دوه ځلې د دغه هوايي ډګر پر ځغاست‌لیکې د ځینو نړۍوالو ادارو، سور صلیب، ملګرو ملتونو او نورو وړې الوتکې ناسته کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.