غزني (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۱): د غزني چارواکي وایي، د دغه ولایت په زنخان ولسوالۍ کې د يوې مېرمنې او د هغې د څلورو ماشومانو قاتلین يې نيولي دي.
د زنخان ولسوال مولوي حمدالله، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې چهارشنبې په شپه د ولسوالۍ په ګوډلو کلي کې دوه کسان یوه کور ته د شپې له خوا ور اوښتي وو چې یوه مور او د هغې څلور واړه ماشومان يې په ډېرې بېرحمۍ سره په مرموز ډول وژلي، بیا يې یوې ژورې څاه ته غورځولي وو او وروسته د ګازو سرخلاصې ډبه هم په دې خاطر ور اچول شوې وه چې ژر يې څوک له څاه څخه ونه باسي .
د نوموړي په خبره، یاد پنځه کسان - چې مور او څلور ماشومان يي دي - د موسی په نامه د ګوډلو کلي یوه اوسېدونکي مېرمن او اولادونه وو.
هغه زیاته کړه، له پېښې وروسته د کشفي ارګانونو له لوري د عاملینو د نیولو جدي پلټني پیل شوې وې چې نن یې عاملین پیدا شول او د قانون منګولو ته به وسپارل شي .
login or register a new account.