غزني (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۱): د غزني چارواکي وایي، د دغه ولایت په زنخان ولسوالۍ کې د يوې مېرمنې او د هغې د څلورو ماشومانو قاتلین يې نيولي دي.
د زنخان ولسوال مولوي حمدالله، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې چهارشنبې په شپه د ولسوالۍ په ګوډلو کلي کې دوه کسان یوه کور ته د شپې له خوا ور اوښتي وو چې یوه مور او د هغې څلور واړه ماشومان يې په ډېرې بېرحمۍ سره په مرموز ډول وژلي، بیا يې یوې ژورې څاه ته غورځولي وو او وروسته د ګازو سرخلاصې ډبه هم په دې خاطر ور اچول شوې وه چې ژر يې څوک له څاه څخه ونه باسي .
د نوموړي په خبره، یاد پنځه کسان - چې مور او څلور ماشومان يي دي - د موسی په نامه د ګوډلو کلي یوه اوسېدونکي مېرمن او اولادونه وو.
هغه زیاته کړه، له پېښې وروسته د کشفي ارګانونو له لوري د عاملینو د نیولو جدي پلټني پیل شوې وې چې نن یې عاملین پیدا شول او د قانون منګولو ته به وسپارل شي .
د ده په وینا، په لومړیو کې حکومت د یادې پېښې په تور ۱۳ مشکوک کسان نیولي وو چې له ډلې يي نن دوو کسانو زرخېل او ګردېزي پر خپل جرم اعتراف کړی.
مولوي حمدالله وویل، د دوی له کورونو څخه هغه توکي هم کشف شوي چې د موسی له کورنۍ څخه غلا شوي وو.
د ګوډلو کلي یوه قومي مخور پژواک اژانس ته وویل، د تېري چهارشنبې په شپه د دوی په کلي کې دوه کسان یوه کور ته د شپې له خوا ور اوښتي وو، په دغه کور کې يې پنځه کسه چې یوه مېرمن او څلور د هغې واړه ماشومان وو، په ډېرې بېرحمۍ سره وژلي او له کوره یې یوه اندازه پیسې، سره زر او یو څه نور اجناس وړي وو .
نوموړي زیاته کړه :«حکومت له کلي ډېر کسان وړي وو چې اوس معلومه شوې کور ته ور اوښتي کسان د موسی خپل یو ورور او بل د هغه واوره دی چې د وژل شوې ښځې یو لېور او بل یې د لېوره زوی وو، کور ته د غلا په موخه ور اوښتي وو، کله چې هغوی پېژندلي، نور يې ټول وژلي دي.»
د یاد کلي یوه بل سپین ږیري عبدالله ګل پژواک ته وویل، موسی له چا سره هیڅ ډول ستونزه نه درلوده او نه یې لري چې خپله دی هم نشته دی او په سعودي کې د مسافرۍ شپې او ورځي تېروي .
د نوموړي په وینا، له یادې کورنۍ سره ظلم شوی او د هغوی واړه ماشومان یې - چې عمرونه یې له درېیو کلونو تر دولسو کلونو پورې و - په ډېرې بېرحمۍ سره وژلي وو، یوازې یو شپږ میاشتنی ماشوم په کور کې او یوه اته کلنه نجلۍ چې یوه بل ګاونډي کره تللې وه، ترې پاتې شوي دي.
دوی ټولو له حکومته په ټینګه غوښتنه وکړه چې عاملین يې باید ژر تر ژره د خپل جرم په سزا ورسېږي.
د دوی په خبره، که د حکومت له لوري د پېښې عاملین په سزا ونه رسول شول، پراخ لاریونونه به وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










