کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱): هغه ناسته چې د کابل د کانونو او صنایعو خونې د رییس ټاکلو په تړاو د خبرو اترو په موخه جوړه شوې وه، د صنعتګرو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته د یوې مرمۍ په ډز کولو سره ګډوډه شوه.
د دې غونډې ګډونوال صنعتگر وو چې د کابل د کانونو او صنایعو خونې د رییس ټاکلو لپاره یې د ټاکنو پر ترسراوي خبرې کولې.
هغوی په همدې تړاو په خبرو بوخت وو چې ترمنځ یې لفظي شخړه رامینځ ته شوه او په همدې وخت کې د یو ډز غږ واورېدل شو او وروسته له هغې غونډه ګډوډه شوه او خبریالان له غونډې ووتل.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP