کندهار (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱): کندهار ښاروالۍ په یوه تازه ګام کې د احمدشاهي جادې پاتې پراختیايي چارې چې د ۶۰۳۲ متره مربع سړک جوړول هم په کې شامل دي- پیل کړې.
د دې پروژې پيلولو په مراسمو کې د کندهار ښاروال ترڅنګ یو شمېر رییسانو، د سوداګرۍ خونې مسوولینو او نورو کسانو ګډون کړی و.
کندهار ښاروال حاجي نعمت الله حسن وویل، احمدشاهي جاده نه یوازې د کندهار ښار په ښکلا او د ترافیکي ګڼې ګوڼې په مخنیوي کې رول لري، بلکې له اقتصادي اړخه مهم او اساسي کوریډور دی.
هغه زیاته کړه، په تېرو کلونو کې د دې جادې اړوند پر استملاک، سړک جوړولو، ګلدان جوړولو او سرسبزه کولو سلګونه میلیونونه افغانۍ لګېدلې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP