کندهار (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱): کندهار ښاروالۍ په یوه تازه ګام کې د احمدشاهي جادې پاتې پراختیايي چارې چې د ۶۰۳۲ متره مربع سړک جوړول هم په کې شامل دي- پیل کړې.
د دې پروژې پيلولو په مراسمو کې د کندهار ښاروال ترڅنګ یو شمېر رییسانو، د سوداګرۍ خونې مسوولینو او نورو کسانو ګډون کړی و.
کندهار ښاروال حاجي نعمت الله حسن وویل، احمدشاهي جاده نه یوازې د کندهار ښار په ښکلا او د ترافیکي ګڼې ګوڼې په مخنیوي کې رول لري، بلکې له اقتصادي اړخه مهم او اساسي کوریډور دی.
هغه زیاته کړه، په تېرو کلونو کې د دې جادې اړوند پر استملاک، سړک جوړولو، ګلدان جوړولو او سرسبزه کولو سلګونه میلیونونه افغانۍ لګېدلې دي.
دی وايي، د امکاناتو نشتوالي له امله د دې جادې په شمالي برخه کې د پراختیا ځینې چارې پاتې وې چې اوس پیل شوې.
د ده په خبره، په دغو چارو کې د ۲.۵ کیلومتره اوږدوالي او یو متر سور په لرلو د پلې لارې او د ۶۰۳۲ متره مربع سړک جوړول شامل دي.
هغه زیاته کړه: «احمدشاهي جاده د کندهار ښار مهمه سیمه ده، باید پیاده روونه او نورې ټولې برخې یې په ښه ډول جوړې شي، پر دې پروژه ۱۰،۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې ورکول کېږي او په شپږ میاشتې کې به تکمیل شي.»
د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس حاجي محمد صدیق مومند د ښاروالۍ کارونه وستایل او زیاته یې کړه، د ښار په رغونه او سمسورتیا کې باید عام خلک هم ونډه واخلي او د عامه ځایونو ساتنه وکړي.
د دې پروژې کارکوونکي هم وایي، خوښ دي چې هم خپلې کورنۍ ته نفقه پیدا کوي او هم د خپل ښار په رغونه کې ونډه اخلي.
یو کارکوونکی شمس الله وایي، له څو میاشتو راهیسې د ښاروالۍ په پروژو کې کار کوي او له خپل کاره خوښ دی.
دی زیاتوي، د ښاروالۍ او نورو ادارو له خوا باید د بیارغونې پروژې او نور کارونه زیات شي څو ډېر بې روزګاره خلک پر کار وګومارل شي.
احمدشاهي جاده چې ٢،٥ کيلومتره اوږدوالى لري، د کندهار ښار له سردار مددخان څلورلارې تر دویم دوه لارې غځېدلی چې په تېرو کلونو کې یې پر پراخولو او جوړولو شاوخوا ۶ میلیونه ډالر لګېدلي دي.
  . . .










