منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

صنعتګرو د خپلو ستونزو د حل غوښتنه وکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۰۴ کتنې

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱): د کابل ښار صنعتګرو د یوې غونډې په ترڅ کې د برېښنا او دایمي ځای له نشتوالي شکایت وکړ او له سرپرست حکومته یې وغوښتل چې د ستونزو د حل لپاره یې اقدام وکړي.

د افغانستان د صنعتګرو ټولنې رییس عبدالجبار صافي نن په کابل کې يوې غونډې ته وويل، د کافي برېښنا نشتوالي له امله د ۴۰ سلنه فابريکو کارونه ټکني شوي دي.

هغه زیاته کړه: «د صنعتکارانو لپاره ۱۲ ساعته برېښنا بسنه نه کوي؛ د صنعتکارانو برېښنا باید له ۱۲ ساعتونو زیاته شي.»

سرچينې په هېواد کې تولیدېدونکو ‎توکو ته د ورته توکو واردېدل د صنعتګرو لپاره بله ستونزه وبلله او له سرپرست حکومته غواړي د وارداتو مخه یې ونيسي او پر ‎خلکو يې غږ وکړ چې له کورنيو توليداتو ګټه واخلي.

هغه زياته کړه: «هغه توکي چې له بهره زموږ هېواد ته واردیږي، زموږ پر اقتصاد منفي اغېز کوي.»

هغه د صنعتکارانو لپاره د دایمي ځای نشتوالي او د صنعتي پارکونو جوړولو ته اشاره وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې د دوی د دغې ستونزې حل ته هم جدي پاملرنه وکړي.

صافی د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وايي چې اوس‌مهال ٣٥٠ پانګه‌وال په کرايي ځايونو کې فعالیت کوي.

نوموړي د هېواد اقتصادي ستونزو په حل کې د صنعت او پانګونې رول ته په اشارې وويل، دغه اتحاديه له هغو پانګه‌والو او صنعتګرو سره په اړیکه کې ده چې له افغانستانه بهر دي، څو هېواد ته راستانه شي.

هغه زیاتوي: «موږ له هغو پانګه‌والو سره چې په بهر کې دي، ناسته درلوده؛ دوی د هېواد لپاره د اقتصادي پلان او پروګرام غوښتنه وکړه.»

نوموړی وايي، سرپرست حکومت باید ځانګړي اقتصادي پروګرامونه پیل کړي.

دغه‌راز په نننۍ غونډه کې یو صنعتګر نجیب‌الله صدیقي د برېښنا نشتوالی د دوی مخې ته یوه لویه ننګونه وبلله او د خپلو کارونو لپاره یې د زیاتې برېښنا غوښتنه وکړه.

نوموړي د صنعتګرو د کار ملاتړ مهم وباله او ويې ويل، افغانستان به هغه مهال د اقتصادي سوکالۍ پر لور حرکت وکړي چې د صنعتکارانو ملاتړ او د ستونزو د حل لپاره اقدام وشي.

په ورته مهال، د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې رییس شیرباز کمین‌زاده په نننۍ ناسته کې وویل، د صنعتګرو ژمنتیا کولای شي د سیمې اوسنیو ننګونو ته د پای ټکی کېږدي.

هغه زیاته کړه: «په هغه غونډه کې چې له امیرالمومنین سره مو درلوده، د صنعتکارانو د ملاتړ په ترڅ کې یې هغوی ته د افغانستان د اقتصادي لښکر لقب هم ورکړ.»

هغه زياته کړه، سرپرست حکومت له هغو صنعتګرو سره چې په کابل کې په کرايي ځايونو کې کار کوي، ژمنه کړې چې په راتلونکو دوو مياشتو کې به ورته د کابل په صنعتي پارکونو کې ځمکې ووېشل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد