ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ماليې وزارت د افغانستان لاس بې‌اسناده موټرو د ثبت او محصول پروسه پیل کړه

ماليې وزارت د افغانستان لاس بې‌اسناده موټرو د ثبت او محصول پروسه پیل کړه

author avatar
18 Sep 2022 - 16:31
ماليې وزارت د افغانستان لاس بې‌اسناده موټرو د ثبت او محصول پروسه پیل کړه
author avatar
18 Sep 2022 - 16:31

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱): د مالیې وزارت وایي چې د اقتصادي کمېسیون له پرېکړې سره سم په ټول هېواد د افغانستان لاس بې اسناده موټرو د ثبت لړۍ پيل شوې او تر شپږو مياشتو به دوام وکړي.

دغه څرګندونې د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رییس عبدالرحمن وقاد نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه زیاته کړه، د اقتصادي کمېسیون له لوري په هېواد کې د بې‌‌اسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسې طرحه تصویب شوې چې له مخې يې سر له ننه د افغانستان په ټولو ګمرکونو کې د پلې کېدو وړ ده او تر شپږو میاشتو به دوام وکړي.

نوموړي وویل چې یاده طرحه یوازې د افغانستان لاس موټرو لپاره ده او دغه راز که په ټاکل شوو شپږو میاشتو کې چا خپل موټر ثبت نه کړ نو بيا قانوني چلند ورسره کېږي.

د وقاد په خبره، په دې طرحه کې د موټرو د ګمرکي محصول په برخه کې تخفیف هم په نظر کې نیول شوى دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د هغو تيز رفتار موټرو لپاره چې ماډل يې ١٩٩٠-٢٠٠٠ پورې ٦٠ سلنه، له ٢٠٠١ څخه ٢٠٠٩ پورې ٥٠ سلنه او له ٢٠١٠ څخه تر ٢٠١٢ پورې ٢٥ سلنه تخفيف په پام کې نيول شوى دى.

هغه دغه راز وایي چې د زرهي بې اسنادو موټرو لپاره چې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۷ پورې وي، ۲۵ سلنه او د ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۵ پورې ۱۵ سلنه تخفیف په نظر کې نیول شوی دی.

نوموړي دا هم وویل چې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۲ ماډل موټرو لپاره کوم تخفیف په پام کې نه دى نيول شوى او اړ دي چې ټول محصول ورکړي.

دی وایي چې د یادې طرحې له مخې، د بې اسنادو لاريو او بس موټرو خاوندان هم اړ دي چې د خپلو موټرو لپاره اسناد ترلاسه کړي.

عبدالرحمن وقاد د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په هېواد کې شاوخوا ۱۰۰ زره د افغانستان لاس بې‌اسناده موټر شته چې تر اوسه نه دي محصول شوي.

همدارنګه په دې غونډه کې د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رییس احمدولې حقمل وویل،  هېواد په کليو او بانډو او ځينو ښارونو کې زرګونه بې‎اسناده موټر شته چې ډېرى وخت د امنيتي ستونزو لامل هم ګرځي.

نوموړي وویل چې د امنیت د ټنګښت، د ملي عوایدو لوړولو، د خلکو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو کمولو او په ټوله کې د ښه نظم راوستلو په موخه دغه طرحه د مالیې وزارت له لوري جوړه شوې ده.

حقمل دا هم وویل چې دغه طرحه د افغانستان د خلکو اقتصادي حالت ته په کتو سره جوړه شوې ده.

د یادونې ده، په تېر حکومت کې هم زرګونو بې‌اسنادو موټرو ته سټېکرونه وېشل شوي وو خو ډېرو تر اوسه قانوني اسناد نه دي ترلاسه کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.