ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوناما یو ځل بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پرانیستلو غوښتنه وکړه

یوناما یو ځل بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پرانیستلو غوښتنه وکړه

author avatar
18 Sep 2022 - 16:52
یوناما یو ځل بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پرانیستلو غوښتنه وکړه
author avatar
18 Sep 2022 - 16:52

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو سازمان یو ځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښت څو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي؛ ځکه دا چاره کولی شي چې افغانستان د پرمختګ پر لور بوځي او خلکو ته یې هیله وبښي.

د تېر کال د زمري په ۲۴مه جمهوري نظام وپرځېد او ځای یې اسلامي امارت ونیو. له دغه بدلونه وروسته ښوونځي د یوې لنډې مودې لپاره بند وو او شاوخوا یوه میاشت وروسته د هلکانو ښوونځي تر دولسم او د نجونو تر شپږم ټولګي فعالیت پیل کړ؛ خو د نجونو لپاره له شپږم پورته ټولګي پیل نه شول.

سږکال د وري میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان سرپرست حکومت پر هماغه ورځ د نجونو منځني ښوونځي او لېسې پرانیستل وځنډول او ویې ویل، په دې برخه کې پر یوې طرحې کار روان دی او له بشپړېدو وروسته به دغه ښوونځي پرانیستل شي؛ خو دا چاره تراوسه نه ده ترسره شوې.

د یوناما سرپرست مارکوس پوتزل نن (د وږي په ۲۷مه) په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو نه پرانیستلو په اړه خپره کړې اعلامیه کې ویلي: «د ملګرو ملتونو سازمان یو ځل بیا په هېواد کې له حاکمو چارواکو د نجونو منځنیو او لېسو ښوونځیو پرانیستې لپاره د فوري تدابیرو برابرولو لپاره خپله غوښتنه تکراروي.»

د یوناما سرپرست مارکوس پوتزل د یادو ښوونځیو بند پاتې کېدل «له شرمه ډک، غموونکی او د اجتناب وړ» بللي او ویلي، د دغو ښوونځيو بند پاتې کېدل هيڅ معتبره توجیه نه لري او ورته مسله د نړۍ په هیڅ ځای کې نشته.

هغه وایي، اټکل کېږي چې په تېر یوه کال کې له یوه میلیون ډېرې نجونې له ښوونځيو منع شوې او د افغانستان اوسني حکومت د نجونو ښوونځیو پرانیستو په اړه پر خپلو مختلفو ژمنو عمل نه دی کړی.

د یوناما سرپرست په اعلامیه کې راغلي: «یوناما د ښځو او نجونو پر وړاندې د دغه سیاست له دوامه د اندېښنې په څرګندولو یو ځل د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي څو د ښځو او نجونو پر وړاندې له محدودونکو اقداماتو لاس واخلي؛ چې دغه کار کولای شي افغانستان د پرمختګ پر لور بوځي او خلکو ته یې هیله وبښي.»

مارکوس پوتزل یادونه کړې، د سولې، یو بل منلو، امنیت، بشر حقونو او د خلکو اقتصادې ودې لپاره د سمو شرایطو برابرول د حکومت مسوولیت دی او نړۍواله ټولنه همداراز له هغه حکومت ملاتړ ته چمتو ده چې د خپلو ټولو خلکو استازی وي او د هغو حقوقو ته احترام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت چارواکي ټينګار کوي چې د نجونو ښوونخي به د یوې طرحې په جوړولو سره پیل شي.

دغه‌راز د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې په ټول هېواد کې نجونو او هلکانو پرمخ ۱۸۱ دولتي او خصوصي پوهنتونونه پرانیستي دي او د هېواد ۷۰ سلنه پاتې برخو کې هم د ښوونې او روزنې پروسه پراخه شوې ده.

هغه وایي، زرګونه ښځې د معارف، لوړو زده‌کړو، عامې روغتیا، د پېژندپاڼو او پاسپورت ادارو، هوایي ډګرونو، پولیسو، رسنیزو، بانکونو او نورو اړتیا وړ برخو کې پر کار بوختې دي او هغه ښځې چې د کاري چاپیریال نه برابرېدو له امله خپلو دندو ته نه شي راتلای، معاشونه یې په پرله‌پسې توګه په کور کې ورکول کېږي.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.