Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابینه: د لغوه شویو ادارو کارکوونکي به پر دندو وګومارل شي

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۱): کابینې د نوي کابل نقشې د بیا کتنې طرحه تصویب کړه او د چارو اداری ته یې دنده وسپارله چې د لغوه شویو ادارو بې‌برخلیکه کارکوونکي وزارتونو ته وروپېژني تر څو پر دندو وګومارل شي.

د چارو ادارې له لوري نن رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د اسلامي امارت د کابینې په اوومه غونډه کې چې تېره ورځ ترسره شوې، د چارو اداری لوی ریاست ته دنده سپارل شوې چې د لغوه شویو ادارو د بې برخلیکه کارکوونکو نوملړ د زده‌کړو له درجې، رشتې او تجربې سره برابر او ټولو وزارتونو ته ولیږي ترڅو د لزوم دید پر اساس د تعیناتو په برخه کې ترې ګټه واخلي.»

د خبرپاڼې له مخې، په یاده غونډه کې د عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د روږدو د درملنې په برخه کې هغو معتادینو ته لومړیتوب ورکړي چې راټول کړل شوي دي.

سرچینې لیکلي چې د نوي کابل نقشې د بیاکتنې طرحه تصویب او د ښار جوړونې او ځمکو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د پلې کېدو لپاره یې پر وخت اصولي کړنې وکړي.

په خبرپاڼه کې د نوي کابل په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي، خو ټاکل شوې چې د کابل نوی ښار د کابل په شمال‌ختیځ، په ده سبز او باریکاب کې جوړ شي.

دغه‌راز په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابینې په یاده غونډه کې د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون ته دنده وسپارل شوه چې د سوداګرۍ او صنعت، اطلاعات او فرهنګ، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ او عامې روغتیا وزارتونو، د کابل ښاروالۍ او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په مرسته د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ مسودې باندې بیاکتنه وکړي او وروستۍ طرحه یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.