Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تخار د کلیو پراختیا رییس: د حکومت له خوا د بودجې نشتوالي له امله هیڅ پرمختیايي پروژه نه ده پیل شوې

تالقان (پژواک، ٢٩ وږی ١۴٠١): د تخار د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس وايي، په تېر یوه کال کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بودجې نشتوالي له امله په دغه ولایت کې د هېڅ پرمختیايي پروژې کار نه دی پیل شوی.

د تخار د کليو پراختيا او بيارغونې ریيس ملا عظمت نورمحمد د دغه مطلب په څرګندولو سره پژواک ته وويل، که څه هم په تېر یوه کال کې په دغه ولايت کې له دولتي بودجې په ګټې اخيستنې د کومې پرمختيايي پروژې کار نه دی پيل شوی، خو د غیردولتي موسسو په مالي مرسته د ١٥ پراختيايي پروژو کار پیل شوی چې درې یې بشپړې شوې او د ۱۲ نورو کار دوام لري.

ملا عظمت زياتوي، په بشپړو شويو پروژو کې په ورسج ولسوالۍ کې د یوه اوسپنیز کانکريټي پله جوړول، په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې د سړک جغل‌اچونه او د دغه ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړول شامل دي.

د هغه په ​​وينا، د يادو پروژو کارونه د دغه رياست په همغږۍ د نادولتي موسسو «سويډن کمېټې، يونيسف ادارې او اغا‌خان بنسټ» په مالي مرسته بشپړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.

د تخار د کلیو پراختیا رییس د غیر‌دولتي موسسو پر همکارۍ د ټینګار ترڅنګ، ډاډ ورکړ ‎چې په نږدې راتلونکي کې به د کلیو پراختیا وزارت له لوري د نیمګړو پراختیایي پروژو کار هم پیل شي چې زرګونو کسانو ته به د کار زمینه په کې برابره شي.

د هغه په ​​وينا، د سويډن کمېټې په مالي مرسته د ١٦ ميليون افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د يوې شبکې کار هم په تالقان ښار کې بشپړ شوى او ټاکل شوې چې په پرانيستل کېدو سره يې د ١٨ کليو خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

په همدې حال کې، د تخار ولایت مدني فعالان هم د کلیو پراختیا وزارت له خوا د نیمه‌کاره پروژو د کار پر پیل ټینګار کوي.

د تخار ولايت مدني فعال حامد قرلق وايي، له سياسي بدلون وروسته په دغه ولايت کې د لسګونه پرمختيايي پروژو کار په ټپه درېدلی او په بيا پيلېدو سره به يې ګڼ شمېر بېکاره او بېوزله کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

نوموړی ټینګار کوي چې خلک بېکاره دي او حکومت باید د ټولو نیمګړو پروژو کارونه پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له سیاسي بدلون سره سم، په هېواد کې د ګڼو پراختیايي پروژو کارونه په ټپه درېدلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.