جلالاباد (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۱): ننګرهار کې د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د تېلو کيفيت معلومولو کمپاين پيل شوی چې په تېرو درېيو ورځو کې د بېکيفيته تېلو پلور له امله د تېلو ۳۰ پمپونه تړل شوي دي.
د جلالاباد ښاروالۍ وياند بختيجان مراد د وږي په ۲۹مه پژواک اژانس ته وويل چې دوه ورځې وړاندې د نورم او ستندر ملي ادارې پلاوي دغه ولايت ته سفر وکړ او د تېلو په پمپونو کې يې د تېلو د کيفيت پلټنه وکړه.
دی وايي، د ياد پلاوي پلټنو وښوده چې په ننګرهار کې د تېلو کيفيت ډېر ټيټ دی او ان ډېزل په هېڅ پمپ کې په معيار برابر نه دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د همدې سرغړونې په تعقیب د جلالاباد ښاروال ملا نعمتالله اخند په لارښوونه د ولایتي کمېسیون له لوري د نفتي موادو پلټنه پيل شوه.
د بختيجان مراد په خبره، د تېرو درېيو ورځو یادو پلټنو په پايله کې ٣٠ د تيلو هغه پمپونه وتړل شول چې د تيلو کيفيت یي ډېر ټيټ و.
دی وايي، دغه راز د لابراتوارې معلوماتو او موندنو پر اساس، اکثريت د تېلو پمپونو سوپر (لومړۍ درجه) تېل چې A95 دي، نه لري، بلکې درېیمه درجه A80 تېل یې درلودل چې د سوپر یا لومړۍ درجه تېلو په نوم يې پلوري چې دا یوه بله سرغړونه ده.
پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو په ننګرهار کې د تېلو سوداګرو او پمپونو اتحاديې د مسوولينو نظرونه هم له ځان سره ولري، خو هغوی له څه ويلو ډډه وکړه.
بلخوا عام خلک که څه هم له دې چارې خوښ دي خو غوښتنه يې دا ده چې د بې کيفيته تېلو مخه بايد په بندرونو کې ونيول شي.
د جلالاباد ښار اوسېدونکي نصيبالله رسولي پژواک ته وويل: «دوی سره له دې چې له موږ يې ګټه کړې خو موږ ته يې تاوان رسولى دى، په بې کيفته تېلو يې موټر راته خراب کړي، بايد زموږ تاوان راکړي.»
ده پر حکومت ټينګار وکړ چې د بېکيفيته تېلو وارداتو مخه بايد په بندرونو کې ونيسي.
ننګرهار کې شاوخوا ۲۵۰ د تېلو پمپونه دي چې د معلوماتو له مخې، شاوخوا درېيو زرو کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
Views: 42
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن