ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د اصنافو مالیه کمه شوې، هټۍوال هم باید د توکو بیې ټیټې کړي

چارواکي: د اصنافو مالیه کمه شوې، هټۍوال هم باید د توکو بیې ټیټې کړي

author avatar
20 Sep 2022 - 11:54
چارواکي: د اصنافو مالیه کمه شوې، هټۍوال هم باید د توکو بیې ټیټې کړي
author avatar
20 Sep 2022 - 11:54

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۱): چارواکو نن په کابل کې له کسبګرو او هټۍ‌والو د ملاتړ په غونډه کې د مالیې پر ورکړې ټینګار وکړ، ويې ویل چې د اصنافو مالیه په بې‌ساري ډول کمه شوې او هټۍ‌وال هم باید دغه بدلون ته په پام د توکو بیې ټيټي کړي.

د مالیې وزارت د روان کال د وري میاشتې په ۱۶مه اعلان وکړ چې د کوچنیو تشبثونو (کسبګرو او دوکاندارانو) په مالیاتي نورم کې بدلون راغلی. سرچینې هغه مهال ویلي وو چې اوس به د هغوی له خرڅلاوه د یو عشاریه پنځه سلنې مالیې پر ځای ۰.۵ سلنه مالیه اخيستل کېږي او په دغه کار سره به کوچني متشبیثین په ښه ډول د خپلو کارونو ترسره کولو ته تشویق شي.

د ریاست‌‎الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د کسبګرو او هټۍ‌والو د ملاتړ په تړاو کابل کې جوړې شوې غونډې ته وویل، دا یوه ښه ګام دی چې د مالیې وزارت د اصنافو مالیاتو نورم له ۱.۵ سلنې ۰.۵ سلنې ته راټیټ کړی دی.

هغه زیاته کړه، هټۍ‌وال دې دغه تغییر د توکو په پلور کې په پام کې ونیسي څو بیې راټیټې شي او عام خلک یې اغېز حس کړي.

ده له هغو کسانو سره پر قانوني چلند ټینګار وکړ چې مالیه نه ورکوي او له خلکو یې وغوښتل چې پر خپل وخت مالیه ورکړي.

حنفي وویل چې د مالیاتي عوایدو په اړه به خلکو ته حساب ورکول کېږي.

د مالیې وزارت سرپرست هدایت‌الله بدري هم یادي غونډې ته وویل چې د مالیې وزارت د اصنافو مالیاتي نورم په بې‌ساري ډول راټیټ کړ، څو اصنافو ته د کاري فرصت زمینه برابره شي، ځوانان کاروبار ته وهڅول شي او د لومړنیو خوراکي توکو بیې په مناسب حالت کې وساتل شي.

د مالیې سرپرست وزیر وویل چې دغه وزارت د مالیې په راټولولو کې د روڼتیا او اسانتیا رامنځته کولو لپاره هڅو ته دوام ورکوي، پوره شفافیت راوستو ته ژمن دی او له هر ډول فساد سره به جدي مبارزه کوي.

‏هغه زیاته کړه: «‏د مالیې ورکړه یو اجتماعي او ملي مکلفیت دی؛ له دې سره به ادارې وکولای شي چې لا ښه خدمتونه وړاندې کړي، د خپل هېواد په اقتصادي بیارغونه کې برخه واخلئ او د مالیې له ورکړې څخه فرار مه کوئ.»

د بدري په خبره چې تر زرو ډېر کارکوونکي ګومارل شوي، څو د کسبګرو مالیه تثبیت کړي او له مالیې د فرار مخه ونیسي.

د مالیې وزارت د عوایدو ريیس معراج‌محمد معراج هم په نننۍ ناسته کې وویل چې ټولنیز او ملي مکلفیتونه دا ایجابوي چې د هېواد وګړي د خپلو اقتصادي معاملو کچې په اندازه خپله مالیاتي وجیبه ترسره کړي او د خلکو ژوند په پرمختګ کې برخه واخلي.

ده وویل چې په ټول هېواد کې ۱.۵ میلیون کسبګر دي او که ټول پر خپل وخت مالیه ورکړي، د افغانستان اقتصاد به ورسره ډېره وده وکړي.

د کابل ولایت د اصنافو اتحادیې ريیس صدیق‌الله قریشي هم په دغه غونډه کې له جزییاتو ورکولو پرته وویل چې ځیني کسان د مالیې راټولولو په برخه کې کسبګرو ته ستونزې جوړوي چې باید مخه یې ونیول شي.

د ده په وینا، دغه اتحادیه او کسبګر له حکومت سره په هر حالت کې ولاړ دي.

هغه له حکومته وغوښتل چې د کسبګرو ملاتړ وکړي.

Views: 205

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.