چارواکي: د اصنافو مالیه کمه شوې، هټۍوال هم باید د توکو بیې ټیټې کړي
چارواکو نن په کابل کې له کسبګرو او هټۍوالو د ملاتړ په غونډه کې د مالیې پر ورکړې ټینګار وکړ، ويې ویل چې د اصنافو مالیه په بېساري ډول کمه شوې او هټۍوال هم باید دغه بدلون ته په پام د توکو بیې ټيټي کړي.


