پلعلم (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۱): د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت د څرخ ولسوالۍ په «ابجوش» سیمه کې د اوبو یوه شبکه جوړه شوه او ۳۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمدقاسم راشد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د څښاک پاکو اوبو دا شبکه د شاوخوا ۵۰۰ زره افغانیو په مالي لګښت د درېیو میاشتو په موده کې په جرمني کې د افغان ماشومانو د ملاتړ خیریه بنسټ له لوري جوړه شوه.
هغه زیاته کړه، مخکې د څرخ ولسوالۍ د ابجوش سیمې اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو خو د دې شبکې له جوړېدو سره اوس ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
دی وايي، په پام کې ده چې د لوګر په مرکز پلعلم او یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د څښاک پاکو اوبو شبکې جوړې شي.
د څرخ ولسوالۍ د «ابجوش» سیمې یوه قومي مشر حاجي محمد سلیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې له دې مخکې یې د څښاک اوبو ته لاسرسی نه درلود، اوس د دې شبکې په جوړېدو سره په خپل کور کې د څښاک له اوبو برخمن شو.
هغه د لوګر له ولایتي او مرستندویه ادارو وغوښتل چې د څرخ ولسوالۍ نورو کلیو کې هم ورته پروژې عملي کړي او هغه کورنۍ چې د څښاک اوبو له ستونزو سره مخ دي، د اوبو شبکې دې ورته جوړې شي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق هم په مرکز پلعلم کې هم د اوبو یوه لویه شبکه جوړه کړې وه او سلګونه کورنۍ له پاکو اوبو برخمنې شوې وې.
Views: 20