نیلي (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۱): د دایکنډي د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولینو د یاد ولایت چاپېریال ښه بللی او وایي، له ککړې هوا سره د مبارزې په موخه یې د یاد ولایت د ښار او ولسوالیو په کچه د پلټنې یوه ډله او رضاکاره شورا جوړه کړې ده.
د دایکنډي د چاپېریال ساتنې رییس ابراهیم شریفي وویل، که څه هم وچکالي په دغه ولایت کې د خلکو ژوند اغېزمن کړی، خو خلک له ککړې هوا سره د مبارزې په برخه کې له حکومت سره همکار دي، همدا لامل دی چې په دایکنډي کې هوا پاکه شوې ده.
هغه زیاته کړه، یوه څارونکې ډله چې د دې ادارې له کارکوونکو جوړه ده ده، فعاله شوې او هره ورځ د عامه پوهاوي ورکول او په بازارونو کې د ککړې هوا مخنیوي لپاره، بشپړه څارنه لري.
د هغه په خبره، دوی د دایکنډي په هره ولسوالۍ کې د چاپېریال ساتنې رضاکاره شورا جوړه کړې ده، له دې لارې په بانډو کې بشپړه څارنه هم لري.
هغه ټينګار کوي، د هغو کسب کارانو لپاره چې فعالیتونه یې د چاپېریال په ککړتیا کې رول ولري او په ټولنه کې د هوا د ناپاکۍ او بدو اغېزو لامل شي هغوی به جریمه شي.
په همدې حال کې د دایکنډي ولایت اوسېدونکي د چاپېریال ساتنې ریاست له دغه اقدامه هرکلی کړی او د داسې پروګرامونو د دوام غوښتنه کوي.
په دایکنډي کې یوه قصاب عبدالله وویل: «دا ډېر ښه کار دی چې حکومتي مسوولین په ښار کې د خځلو راټولولو په لټه کې دي او دا کار باید هر وخت ترسره شي.»
د دایکنډي یوه بل اوسېدونکي حسین عادلي هم وویل، دی د چاپېریال ساتنې قانون ته احترام لري، خو ادعا لري په یوازې ځان د دغه کار ترسره کولو وس نه لري، بلکې ټولو دوکاندارانو ته دې اخطار ورکړل شي څو هغه رعایت کړي.
دغه اوسېدونکي په بازارونو او ښار کې د سطلونو له کمښت او له ګرځنده تشنابونو شکایت لري او دې موضوع ته د رسېدنې غوښتنه کوي.
د دایکنډي اراضي غرنۍ او نسبتاً وچه ده، د یاد ولایت ډېری اوسېدونکي په کرنه، باغدارۍ او مالدارۍ بوخت دي.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن