پلخمري (پژواک، ٣٠ وږی ۱۴۰۱): د بغلان روغتيايي مسوولين وايي، په تېرو پنځو مياشتو کې په دغه ولايت کې ٤٣٩٧ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي چې شلو يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د بغلان د ملکي روغتون د خوارځواکۍ څانګې مسوول ډاکټر عبدالرحمن الفت د وږي په ٣٠ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو کچه لوړه شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د تېر کال په لومړيو پنځو مياشتو کې په یاد ولايت کې ٤٠٢١ ماشومان پر خوارځواکۍ ځواکۍ اخته شوي وو، خو د سږ کال په لومړيو پنځو مياشتو کې دغه شمېره ٤٣٩٧ ته لوړه شوې ده.
دى وايي، په ټول تېر کال کې ٢٣ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي وو خو سږ کال بيا يوازې په پنځو مياشتو کې ٢٠ ماشومان له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.
دغهراز د ياد روغتون د ماشومانو د ناروغيو متخصص ډاکټر معراجالدين معراج پژواک ته وويل چې د کورنيو د بېوزلۍ له امله ماشومان پر خوارځواکۍ اخته کېږي.
دى وايي چې د ورځې لسګونه پر خوارځواکۍ اخته ماشومان روغتون ته مراجعه کوي چې شديد حالت يې دوى بستروي او نورو ته يې درمل ورکوي او بېرته يې رخصتوي.
د بغلان په ولايتي روغتون کې د خنجان ولسوالۍ د وليانو کلي اوسېدونکې برېښنا پژواک ته وويل چې پنځه مياشتنى ماشوم يې پر خوارځواکۍ اخته شوى او په دغه روغتون کې بستر دى.
هغې وويل: «١٤ ورځې کېږي چې ماشوم مې بستر دى خو نن راته ډاکټرانو وويل چې ماشوم دې نه ښه کېږي کور ته یې يوسه.»
برېښنا وايي، د کورنۍ اقتصاد يې سم نه دى، تر دې وړاندې بل ماشوم يې هم پر خوارځواکۍ اخته شوى و.
ډاکټران هم پر همدې باور دي چې بېوزلي د خوارځواکۍ عمده لامل دى او دغه ناروغي د ماشومانو د بدن دفاعي سيستم سخت ځپي او د مرګ له ګواښ سره يې مخ کوي.
Views: 33
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن