ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټول شوو سوالګرو ۶۷ سلنه حرفوي او اکثریت یې ښځې دي

د ټول شوو سوالګرو ۶۷ سلنه حرفوي او اکثریت یې ښځې دي

author avatar
22 Sep 2022 - 13:55
د ټول شوو سوالګرو ۶۷ سلنه حرفوي او اکثریت یې ښځې دي
author avatar
22 Sep 2022 - 13:55

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۱): د پژواک موندنو له مخې، د راټول شوو سوالګرو له ډلې ٦٧ سلنه حرفوي او ٣٣ سلنه مستحق کسان دي چې د حرفوي سوالګرو له ډلې بیا ٧٥ سلنه ښځې دي.

له کابل ښاره د سوالګرو ټولولو لړۍ د روان کال د زمري په ۲۲مه پیل شوه او تر اوسه دوام لري.

د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له مخې، حکومت د هر مستحق سوالګر د کورنۍ هر غړي لپاره هره میاشت دوه زره افغانۍ په پام کې نیولې او ورکوي یې، خو غیرمستحقو سوالګرو ته خبرداری ورکول کېږي چې دغه کار پرېږدي او که په راتلونکي کې دا ډول عمل تکرار کړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د ریاست‎الوزراء اقتصادي مرستیال نن (د وږي ۲۹مه) پر ټویټر لیکلي، د وږي تر ۲۸مې نېټې پورې د سوالګرو ټولولو کمېټې له خوا د کابل له بېلابېلو سیمو څه باندې ۷۴۰۰ سوالګر راټول شوي دي.

د راټول شوو سوالګرو لویه برخه ښځې جوړوي.

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال دفتر لیکلي چې د راټول شوو سوالګرو له ډلې ۴۹۶۳ ښځې، ۶۳۹ نارینه او ۱۲۹۸ ماشومان دي.

د راټول شوو سوالګرو له جملې څه باندې ۶۶ سلنه حرفوي سوالګر دي.

د ریاست‎الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر معلوماتو له مخې، د راټول شوو سوالګرو له ډلې ۲۴۶۲ کسان مستحق او ۴۸۹۷ نور حرفوي سوالګر جوړوي.

د حرفوي سوالګرو ډېره برخه ښځې دي

د حرفوي سوالګرو ۶۷ سلنه یې ښځې جوړوي؛ يعنې د ۴۸۹۷ حرفوي سوالګرو له ډلې ۳۶۶۷ يې غیرمستحقې ښځې دي.

مستحق سوالګرو له سرپرست حکومته غوښتنه کړې چې د دوی ملاتړ پروګرام ته دوام ورکړي.

يو شمېر مېرمنې چې د اقتصادي بېوزلۍ او خپلو کورنيو سرپرست نشتوالی له امله د کابل ښار په واټونو کې له سهاره تر ماښام پورې سوال کوي، د سوالګرو ټولولو پروګرام ستاينه یې کړې او له حکومته غواړي چې دوامداره ملاتړ یې وکړي.

د پژواک خبري اژانس خبريال په کابل ښار کې د سوالګرو ټولولو بهير په اړه د راپور چمتو کولو پر مهال له درېيو هغو مېرمنو سره مرکې کړې چې په یوه کور کې اوسېږي او د بېوزلۍ له امله یې سوالګرۍ ته مخه کړې ده.‎

له دغو مېرمنو یوه د کابل قره‌باغ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ۳۰ کلنه لیلا ده چې اوس د کابل ښار په خوشحال خان سیمه کې د دوو نورو کورنیو ترڅنګ چې هغوی هم سوالګري کوي، اوسېږي.

د لیلا خاوند په نشه‌یي توکو اخته دی او د کوم کار کولو توان نه لري، هغه لوستې نه ده او له سوال څخه پرته د بل کار جوګه نه ده.‎

هغه وايي، هر ورځ ‎ له ګاونډیان سره د کابل ښار په واټونو کې سوالګري کوي، څو خپلو ماشومانو ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي او له کړوونو ډک ژوند ته دوام ورکړي.

ليلا چې د ښار په واټونو کې له سوال کولو ستړې شوې وايي: «خاوند مې دا مهال نه له خپلو اولادونو خبر دی او نه له کوره؛ ما مخکې په یو کور کې کار کاوه، خو په هېواد کې له وروستيو بدلونونو وروسته د کور خاوند بل ځای ته کډه وکړه، اوس مجبوره یم سوالګري وکړم.»

د نوموړي وویل، د ورځې پر سړکونو سوال کوي، ماښام د څو ډوډیو ترلاسه کولو لپاره د نانوایي ‎مخې ته کېني څو خالي لاس کور ته لاړه نه شي.

هغې زياته کړه: «زه په خپله ځم او د نانوايي مخکې ته کېنم، که ډوډۍ مې پيدا کړه ښه تر ښه خو که پیدا یې نه کړم، اولادونه مې وږي پاتې کېږي.»

ليلا د سوالګرو ټولولو پروګرام ستاينه وکړه، ويې ويل، خوښه ده چې دا لړۍ پيل شوې او له دوی سره مرسته کېږي.

هغې زیاته کړه: «که له موږ سره مرسته وشي، هېڅ اړتیا نه لرو چې بهر ته ووځو، پر سړک کېنو، کله چې یوه تور سرې د سړک غاړې ته کېني او دا کار وکړي، څومره بده خبره ده، خو زه مجبوره یم.»

هغې هیله څرګنده کړه چې دغه پروګرام دوام پیدا کړي او تر هغه یې ملاتړ وشي څو اولادونه یې لوی او پر ځان بسیا شي.

۳۵ کلنه نرګس چې دوه لوڼې او یو زوی لري وايي، د بېوزلۍ له امله د خپلو اولادونو ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبوره ده هره ورځ د کابل ښار پر سړکونو سوالګري وکړي.

هغې وويل، ځینې ورځې خالي لاس کور ته راځي؛ ځکه د خلکو اقتصادي حالت خراب شوی او له سوالګرو سره دومره مرسته نه کوي.

هغه هم د لیلا په څېر که د ورځې پیسې ترلاسه نه کړي، مجبوره ده د نانوایۍ مخکې ته کېني او له هغه ځایه د خپلو اولادونو لپاره څو د خیرات ډوډۍ ترلاسه کړي.‎

نرګس هم د سوالګرو ټولولو له پروګرامه خوښه ده او‎ د دوام غوښتنه یې کوي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست ‎مولوي مطیع‌الحق خالص مخکې په یو پروګرام کې ویلي وو، له مستحقو سوالګرو سره د مرستې پروګرام له مخې، د هغوی کورنیو د هر غړي لپاره ۲۰۰۰ افغانۍ په پام کې نیول شوې او دا پروګرام دوام لرِي.

د هغه په خبره، دوى هڅه کوي چې ټول مستحق سوالګر ‎معلوم کړي او مرسته ورسره وکړي، نوموړي ولایتونو ته د دغه پروګرام غځولو خبر هم ورکړ او له هېوادوالو يې وغوښتل چې د مستحقو کسانو په معلومولو کې ورسره مرسته وکړي.

نوموړي وویل ‎چې د مستحقو کسانو پېژندل او له اړمنو سره مرسته د دغه پروګرام له موخو دي او زياته یې کړه، هغه کسان چې د دغه پروګرام له لارې ‎مرستې ترلاسه کوي، بايد ژمنه وکړي چې په راتلونکي کې به سوال نه کوي.

Visits: 113

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.