غزني (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۱): په غزني کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېټې په یوه تازه ګام کې د دغه ولایت په مرکز کې پر غصب شوو دولتي ځمکو د جوړ شوو هټیو، پټرول پمپونو، کورونو او نورو ودانیو نړولو لړۍ پیل کړه.
د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په غزني کې زرګونه جریب دولتي ځمکې غصب شوې او په ناقانونه توګه ډول ډول ودانۍ ورباندې جوړې شوې چې اوس یې د راګرځولو هڅې پیل شوې دي.
د غزني والي محمداسحاق اخندزاده د دې لړۍ د پیل پر مهال خبریالانو ته وویل، په دغه ولایت کې د غصب شوو ځمکو راګرځولو په موخه یوه کمېټه جوړه شوې چې د امنیې قوماندانۍ، محکمې، څارنوالۍ، ښاروالۍ، د ښار جوړولو او کرنې ریاستونو استازي په کې شامل دي.
دی وايي، دغه کمېټه سر له ننه په غزني ښار کې هغه غصب شوې ځمکې راګرځوي چې زورواکو او نورو په ناقانونه توګه ودانۍ ورباندې جوړې کړې دي.
هغه زیاته کړه: «موږ د هغو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کوو چې زورواکو، د تېر نظام سیاسیونو، وکیلانو او نورو چارواکو غصب کړې او په ناقانونه توګه یې مارکېټونه او نورې ودانې ورباندې جوړې کړې دي.»
د ده ده معلوماتو له مخې، یوازې په غزني ښار کې له ۲۰ زره جریب ډېره ځمکه غصب شوې ده چې د غصب کوونکو پر لېست یې کار روان دی.
والي یو ځل بیا خلکو ته ګوتڅنډنه وکړه چې له غصبه دې لرې ګرځي که نه نو پایله به یې د نن ورځې د خلکو په څېر وي چې پر غصب کړو ځمکو جوړې کړې ودانۍ یې ونړول شوې.
د غزي ښاروال عبدالرازق ضیايي هم پژواک خبري اژانس ته وویل، د غصب د مخنیوي کمېټې هڅې پیل کړې څو هغه ځمکې بیرته راوګرځوي چې په تېر او اوسني نظام کې د خلکو له خوا د زور، فساد او اړیکو پر بنسټ غصب شوې او بېلابېلې ودانۍ یې ورباندې جوړې کړې دي.
هغه زیاته کړه، پر ډېرو غصب شوو دولتي ځمکو د جوړو شوو ودانیو عواید هم شخصي جېبونو ته تلل چې دوی به یې مخه ونیسي.
د غزني اوسېدونکي د غصب شوو ځمکو راګرځولو هرکلی کوي او وايي په بېلابېلو نظامونو او وختونو کې هر چا له خپل توان سره سم ځمکې غصب کړې او ودانۍ یې ورباندې جوړې کړې دي.
د غزني ښار یوه قومي مشر نجیب الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېر حکومت زورواکو، وکیلانو او دولتي چارواکو د مرکز اړوند په هغو سیمو کې دولتي ځمکې غصب کړې چې لوړ ارزښت او عاید یې درلود.
هغه زیاته کړه، هغه مهال ملکي ادارو دومره توان نه درلود چې له زورواکو پوښتنه وکړي او د هغوی د غصب مخنیوی وکړي.
د غزني ښار بل اوسېدونکی حاجي شېر خان هم وايي چې زورواکو په تېرو دوو لسیزو کې ډېرې هغه ځمکې غصب کړې چې د دولت لپاره د عوایدو ښه سرچینه بلل کېده.
ده پژواک ته وویل، غاصبانو ان په غزني ښار کې هغه ځمکې هم غصب کړې چې ښاروالۍ د شنو ساحو لپاره ځانګړې کړې وې، اوس باید حساب ورسره وشي.
د جمعه الدین په نوم د غزني ښار یوه بل اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې زورواکو نه یوازې دولتي ځمکې غصب کړې بلکې د خلکو شخصي جایدادونه او ملکیتونه یې هم غصب کړې دي.
دی زیاتوي: «زما ځمکه هم کلونه مخکې غصب شوې ده، پنځلس کاله له وطنه ورک وم، اوس راغلی یم، عریضه مې کړې ده او د خپلې ځمکې پوښتنه کوم.»
نوموړی غوښتنه کوي چې له غاصبانو سره دې حساب وشي او سخته سزا دې ورکړل شي څوک په راتلونکې کې هیڅوک غصب ته زړه ښه نه کړي.
غزني د هېواد له ګڼ نفوسه ولایتونو دی چې پراخې ځمکې لري او د یوې احصایې له مخې یې په ښار او ولسوالیو کې له ۲۰۰ زره جریبه ډېره ځمکه غصب شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP