ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مدینه منوره کې د افغان کډوالو د فوټبال شپږو لوبډلو ترمنځ سیالۍ روانې دي

په مدینه منوره کې د افغان کډوالو د فوټبال شپږو لوبډلو ترمنځ سیالۍ روانې دي

author avatar
22 Sep 2022 - 17:28
په مدینه منوره کې د افغان کډوالو د فوټبال شپږو لوبډلو ترمنځ سیالۍ روانې دي
author avatar
22 Sep 2022 - 17:28

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۱): د بدنې روزنې او ورزش ریاست وایي، د سعودي عربستان مدینې منورې په ښار کې د افغان کډوالو ورزشکارانو د شپږو ټیمونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ روانې دي.

د ياد ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس اتل مشواڼي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ د سپمټمبر میاشتې په ۱۶مه پیل شوې او یوه میاشت به دوام ولري.

د ده په وینا، دغه ټیمونه به شل لوبې وکړي چې نن یې شپږمه لوبه روانه ده.

ریاست په خپله فېسبوک‌ پاڼه هم لیکلي، په سعودي عربستان هېواد کې د افغان کډوالو ورزشکارانو د شپږو لوبډلو ترمنځ د دې هېواد د مدینې ښار په «کال جو سټيډيوم» کې د فوټبال سیالۍ روانې دي.

سرچينه زياتوي، په دې ټورنمنټ کې چې د «افغان چمپیزن ټو» په نوم جوړ شوی، د الملکي، الشباب، العین، النور، العمید او الحرمین لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبې کوي چې په هره لوبډله کې دوه غیر افغان عرب ورزشکاران هم برخه لري.

دغې ادارې لیکلي، دا سیالۍ د سعودي د فوټبال فدراسیون تر څارنې لاندې ترسره کېږي، چې افغان کډوال ورزشکاران د دې لوبو لګښت په خپله او یا هم د سوداګرو له لوري ترلاسه کوي چې د سعودي حکومت له لوري ورته هم ځینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، د ورزش اداره په پام کې لري چې په ټولو هېوادونو کې له افغان کډوال ورزشکارانو سره په اړيکه کې شي او د هغوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه او همکاري وکړي.

Visits: 82

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.