[restrict paid="true"]
دویم -تعقیب – کابل (پژواک، ۱ تله ۱۴۰۱): د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، چې د وزیر اکبر خان جومات مخې ته په شوې چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان شوي دي.
دا چاودنه نن د تلې په لومړۍ نیټه د کابل د لسمې حوزې اړونده د وزیر اکبر جامع جومات مخې ته شوې وه.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي چې، چاودنه نن هغه مهال وشوه، .چې خلکو د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته له جومات څخه د وتلو په حال کې و.
هغه پخپل ټویټر کې لیکلي، چاودیدونکي په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو، چې د چاودنې له امله یې اوه تنه وژل شوي او ۴۱ نور ژوبل شوي دي.
https://twitter.com/khalidzadran01/status/1573316915132604417?s=20&t=iWozqujn0Rnf2oxV1O1orA
د ځدراڼ په وینا، د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
دامنیه قوماندانۍ ویاند وایي، امنیتي نهادونه هڅه کوي چې ددې عمل مسوولین ونیسي او د خپل عمل په سزا یې ورسوي.
بلخوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په مساجدو بریدونه او لمونځ کوونکي هدف ګرځول ستر او نه بښونکی جنایت دی.
https://twitter.com/Zabehulah_M33/status/1573276569543614464?s=20&t=iWozqujn0Rnf2oxV1O1orA
هغه په ټویټر کې لیکلی، ملت باید دنظام سره په ملاتړ لاهم د داسې جنایتکارانو په نیولو اوځالو له منځه وړلو کې ستره ونډه واخلي.
په کابل کې د ایمرجنسي روغتون مسوولین وايي، په دې پېښه کې ۴ کسان مړه او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.
دغه روغتون پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د پېښې له ځایه ۱۴ ټپیان ور وړل شوي چې ۴ یې روغتون ته پر لار ساه ورکړې ده.
تر اوسه د دغې چاودنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.خو په دې وروستیو کې د کابل د جوماتونو او مدرسو د چاودنو مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم د کابل د وزیر اکبر خان جومات کې چاودنې شوې دي.
دوه کاله مخکې د ۱۳۹۹ لمریز کال د غبرګولي په ۱۳مه، د یوې چاودنې له امله ددې جومات ملا امام او مشهور دیني عالم مولوي ایاز نیازی وژل شوی و.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP