Language

له کندهاره پاکستان ته د سلګونو پسونو د قاچاق مخنیوی وشو

کندهار (پژواک، ۱ تله ۱۴۰۱): چارواکي وايي، د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې پنځه کسان د پسونو د قاچاق په تور نیولي چې غوښتل یې ۲۲۰ پسونه پاکستان ته واړوي.

په کندهار کې د ۲۰۵ البدر قول‌اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغې قول‌اردو د درېیمې سرحدي «عبیده لوا» د څلورم کنډک امنیتي ځواکونو په سپین بولدک ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په «عشېزو ګېټ» سیمه کې د ګزمې پر مهال ۵ کسان له ۲۲۰ پسونو سره یو ځای ونیول.

سرچینه زیاتوي، قاچاق‌کوونکو غوښتل پسونه پاکستان ته قاچاق کړي خو امنیتي ځواکونو یې په وخت مخنیوی وکړ.

د خبرپاڼې په حواله، د صادر شوي حکم له مخې پسونه ضبط او اړوند ارګان ته د لیلام په موخه وسپارل شول.

login or register a new account.