کندهار (پژواک، ۱ تله ۱۴۰۱): چارواکي وايي، د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې پنځه کسان د پسونو د قاچاق په تور نیولي چې غوښتل یې ۲۲۰ پسونه پاکستان ته واړوي.
په کندهار کې د ۲۰۵ البدر قولاردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغې قولاردو د درېیمې سرحدي «عبیده لوا» د څلورم کنډک امنیتي ځواکونو په سپین بولدک ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په «عشېزو ګېټ» سیمه کې د ګزمې پر مهال ۵ کسان له ۲۲۰ پسونو سره یو ځای ونیول.
سرچینه زیاتوي، قاچاقکوونکو غوښتل پسونه پاکستان ته قاچاق کړي خو امنیتي ځواکونو یې په وخت مخنیوی وکړ.
د خبرپاڼې په حواله، د صادر شوي حکم له مخې پسونه ضبط او اړوند ارګان ته د لیلام په موخه وسپارل شول.
خلک وايي، په دې وروستیو کې له افغانستان څخه پاکستان ته د څارویو قاچاق د یوه کاروبار بڼه خپله کړې چې په کور دننه یې د هغو بیې لوړې کړې دي.
ډيورنډ فرضي کرښې ته په ور څېرمه سيمو کې ځيني کسان له کوچیانو او نورو خلکو څخه څاروي رانیسي او بیا یې پاکستان ته قاچاق کوي.
خو سیمهییز چارواکي وايي، د سرپرست حکومت د یوه حکم پر اساس ګاونډیو هېوادونو ته د څارویو او هغو توکو لېږد منع دی چې د افغانستان د کورني اقتصاد په وده کې مهم رول لري.
له دې مخکې هم په سپین بولدک کې په وار وار د زرګونو پسونو د قاچاق مخنیوی شوی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










