Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان په اړه د امریکا او پاکستان اندېښنې بې‌ځایه دي

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۱): د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان په اړه د امریکا، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو د استازو اندېښنې بې‌ځایه او د ناسمو معلوماتو پر بنسټ دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټرپاڼه نن (د تلې ۲مه) په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د سرپرست حکومت حق دی او باید ورکړل شي.

سرچينې ويلي، د امریکا او پاکستان په ګډون د ځينو هېوادونو استازو په داسې حال کې په افغانستان کې د ترهګرۍ د خطر د موجودیت ادعا کړې چې هغوی په ملګرو ملتونو کې افغان حکومت ته د څوکۍ ورکولو ته نه دي تیار شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، له افغانستانه د ترهګرۍ خطر د شتون په اړه د ځينو هېوادونو اندېښنې د ناسمو سرچینو پر بنسټ دي او حقیقت نه لري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.