منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۲ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان په اړه د امریکا او پاکستان اندېښنې بې‌ځایه دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۶۹ کتنې

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۱): د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان په اړه د امریکا، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو د استازو اندېښنې بې‌ځایه او د ناسمو معلوماتو پر بنسټ دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټرپاڼه نن (د تلې ۲مه) په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د سرپرست حکومت حق دی او باید ورکړل شي.

سرچينې ويلي، د امریکا او پاکستان په ګډون د ځينو هېوادونو استازو په داسې حال کې په افغانستان کې د ترهګرۍ د خطر د موجودیت ادعا کړې چې هغوی په ملګرو ملتونو کې افغان حکومت ته د څوکۍ ورکولو ته نه دي تیار شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، له افغانستانه د ترهګرۍ خطر د شتون په اړه د ځينو هېوادونو اندېښنې د ناسمو سرچینو پر بنسټ دي او حقیقت نه لري.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دغه‌راز ویل شوي چې افغان حکومت ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په ورکولو سره به له نړۍ سره د دغه هېواد واقعیتونه شریک شي او د اندېښنې هېڅ ځای به پاتې نه شي.

سرچینې ویلي: «اسلامي امارت یو ځل بيا دا اندېښنې ردوي او خپل موقف نړيوالو ته واضح کوي چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د چا پرضد ونه کارول شي او نه فعلا دلته کوم وسله‌وال ګروپ شتون لري.»

په اعلاميه کې له نړۍوالو غوښتل شوي چې هغوی دې د بېځایه اندېښنو پرځای دې له افغان حکومت سره د مثبت تعامل له لارې مخکې لاړ شي.

د یادونې ده چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وړمه شپه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته ویلي چې دوی او نړۍواله ټولنه له افغانستانه د ترهګرو ډلو ګواښونو په اړه اندېښنه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست