ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګره مېرمن: غواړم کاروبار مې پراخ او ډېرو ښځو ته د کار زمینه برابره کړم

سوداګره مېرمن: غواړم کاروبار مې پراخ او ډېرو ښځو ته د کار زمینه برابره کړم

author avatar
25 Sep 2022 - 17:03
سوداګره مېرمن: غواړم کاروبار مې پراخ او ډېرو ښځو ته د کار زمینه برابره کړم
author avatar
25 Sep 2022 - 17:03

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۱): په کابل کې یوه متشبثه مېرمن چې د خپلې پانګه‌ونې له لارې یې ۱۳۰ نورو ښځو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې، له حکومته غواړي چې د ښځو د لاسي صنایعو ودې ته پاملرنه وکړي او بهر ته د ښځو د تولیداتو د صادرولو زمینه برابره کړي.

په تېرو ۲۰ کلونو کې ښځو په بېلابېلو برخو کې د پام وړ فعالیت درلودل؛ سوداګري او پانګه‌ونه یوه له هغو برخو وه چې دوی هم په کې کار پیل او خپل رول یې پیاوړی کړ.

د يادونې ده، د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د تېر سياسي نظام له پرځېدو وروسته، سرپرست حکومت اعلان وکړ چې د دولتي ادارو کارکوونکې دې تر هغو په کورونو کې پاتې شي څو د کار خوندي چاپېريال ورته نه وي برابر شوى؛ خو دا مهال په ځينو دولتي ادارو کې ښځې خپلو دندو ته ورغوښتل شوې او خپل کار ته دوام ورکوي.

خو سوداګري او پانګه‌ونه یوه هغه برخه ده چې د سیاسي نظام له سقوط وروسته نه یوازې په کې د ښځو شمېر کم نه شو، بلکې په یادو برخو کې د هغوی په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

په کابل ښار کې یوه پانګه‌واله ۳۵ کلنه امنه میرزایي وايي، لس کاله مخکې یې د دوه زره افغانيو په پانګونې د «زنان پیشګام» د لاسي صنايعو شرکت جوړ کړ چې هغه مهال ورسره يوازې ۱۰ ښځو کار کاوه.

خو هغې وويل، دا مهال يې ١٣٠ نورو ښځو ته په مستقيم او سلګونو نورو ښځو ته په غيرمستقيم ډول د کار زمينه برابره کړې ده.

هغې زياته کړه، په مرکز او يو شمېر ولايتونو کې لاسي ګنډونکو مېرمنو ته ځیني کارونه لکه، د افغاني جامو جوړول، د نارينه‌وو لپاره یخن ګنډل، بیکونه، بوټان، چرمي څپلۍ، سرمېزي او د لاسي صنایعو نور ډولونه فرمایش ورکوي او له جوړولو وروسته یې راټولوي او د یوه شرکت له لارې یې بهر ته صادروي.

دا وايي، دوه کاله وړاندې يې کاري وضعيت د قناعت وړ و؛ ځکه چې د تولیداتو په برخه کې مارکېټ و؛ خو په هېواد کې د کرونا له خپرېدو او سیاسي بدلون وروسته د امنیتي او اقتصادي لاملونو له امله یې په کار کې خنډ رامنځ ته شو.

هغه چې اوس مهال خپل کاروبار تر ډېره په انلاین بڼه ترسره کوي، وايي: «د کاروبار له څو میاشتني ځنډ وروسته مې پرېکړه وکړه چې بېرته خپل کار پیل کړم او اوس په کور کې په انلاین ډول کار کوم.»

هغه چې له خپل کاره راضي ده وايي: «د کور په کور پلور له لارې زموږ خرڅلاو زيات دى او راضي يم، کله چې نندارتون جوړېږي، ګډون کوم او دغه صنايع نندارې ته وړاندې کوم، څو د دغو مېرمنو لاسي صنايعو بازار پیدا شي.»

د میرزايي په وینا، خرڅلاو مختلف دی؛ ځینې ​​ورځې یې پلور ډېر وي، خو په ټوله کې هره ورځ تر ۱۲ زره افغانیو پورې پلور لري.

هغې د خپلو تولیداتو د بیې په اړه وویل: «د افغاني ګنډ بیه له ۵ زره تر ۱۰ زره او ۱۲ افغانیو پورې ده، یو بیک له ۵۰۰ تر ۳ زره افغانیو، د یو نارینه یخن له ۱۲۰۰ تر ۴ زره افغانیو بیه لري، د هېواد په داخل کې هم پیرېدونکي لرو چې فرمایش یې اخلو او ورته جوړوو یې، په ایران او پاکستان کې هم پېرېدونکي فرمایش راکوي چې ورته یې جوړوم او رسوم.»

سرچينه زياتوي، د دغو صنايعو هر يو بېلابېل نرخونه لري او هر هغه څه چې جوړول یې ډېر زحمت غواړي په هماغه اندازه په لوړه بيه پلورل کېږي.

هغه له حکومته غواړي چې د افغان ښځو لاسي صنایعو ته په هېواد کې دننه او بهر بازارموندنه او هم د ښځینه پانګه‌والو او سوداګرو ملاتړ وکړي.

هغې وويل، غواړي خپله سوداګري پراخه او زيات شمېر ښځو ته د کار زمينه برابره کړي.

حکومتي مسوولینو تل له سوداګرو ښځو خپل ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي چې دوی ته یې د سوداګرۍ او کار ښه زمینه برابره کړې ده.

Views: 46

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.