پلخمري (پژواک، ٣ تله ۱۴۰۱): د بغلان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د یونیسف او اکټېډ موسسې له لوري د دغه ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې له زدهکړو پاتې ماشومانو ته ۷۲۰ کليوالي ټولګي جوړ شوي دي.
د بغلان د پوهنې ریاست د نظارت او ارزونې څانګې امر ملا لعلمحمد فاروقي د تلې په درېيمه پژواک اژانس ته وویل چې يونيسف او اکټیډ موسسې له لوري په دغه ولايت کې ٧٢٠ کليوالي ټولګي جوړ شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په يادو ټولګيو کې ٦٢٠ يې د يونیسف او ١٠٠ يې د اکټېډ موسسې له لوري جوړ شوي چې د ښوونکو د معاشونو په ګډون، نور اړين توکي هم دوى ورته برابروي.
دى وايي، دغه ټولګي په مرکز پلخمري، نهرين، مرکزي بغلان، دهنه غوري، دوشي او بورکې ولسواليو کې جوړ شوي دي.
د هغه په وينا، په دغو تولګيو کې هغه نجونې او هلکان زدهکړې کوي چې له زدهکړو څخه بېبرخې دي.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په هر ټولګي کې شاوخوا ٣٠ زدهکوونکي زدهکړې کوي.
په بغلان کې د اکټېډ موسسې رييس طالب شينواري پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په څلورو ولسواليو کې د نجونو او هلکانو لپاره ١٠٠ کليوالي ټولګي جوړ کړي دي.
ده وويل، په دغو تولګيو کې هغه ماشومان د دوو کلونو لپاره زدهکړې کوي چې عمرونه يې له ١٥ کلونو کم وي.
د نوموړي په وينا، دغه پروګرام په هغو ولسواليو کې پلی کېږي چې اوسېدونکي يې دولتي ښوونځيو ته د لارې د لریوالي له امله لاسرسى نه لري.
دغهراز د مرکز پلخمري د ډنډغوري سيمې د ساقي کلي اوسېدونکي ګل عالم پژواک ته وويل چې د کليوالي ټولګيو جوړېدو ته ډېر خوښ دى.
هغه وايي، په تېرو کلونو کې د جګړو له امله يې نه شوای کولاى چې پر خپلو ماشومانو زدهکړې وکړي، خو اوس په دغو کليوالي تولګيو کې یي ماشومان زدهکړې کوي.
د يادونې ده، د بغلان په دولتي ښوونځيو کې څه باندې ٣٠٠زره کسان زدهکړې کوي خو له تېر يوه کال راهيسې د هېواد په ډېرو ولايتونو کې له شپږم پورته ټولګي د نجونو پرمخ تړل شوي دي.
Views: 73
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن