ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کانال ادارې سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده

ننګرهار کانال ادارې سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده

author avatar
26 Sep 2022 - 14:02
ننګرهار کانال ادارې سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده
author avatar
26 Sep 2022 - 14:02

جلال اباد (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۱): د ننګرهار کانال رياست چارواکي وايي، د خوړو نړۍوال سازمان په مالي همکارۍ يې ۱۲سوه کسانو ته د خوړو په بدل کې د کار زمينه برابره کړې ده.

چارواکي وايي، يادو کسانو په تېرو شاوخوا پنځو مياشتو کې د کانال رياست اړوند ۲۷ کيلومتره لويې ويالې او فرعي کانالونه پاک کړي چې ورسره د کانال باغونو ته د اوبو په سيسټم کې ښه‌والی راغلی دی.

د ننګرهار د کانال رياست وياند سيد همايون غريبمل د تلې په ۴مه پژواک اژانس ته وويل،د خوړو نړۍوال سازمان (ډبلیو‌اېف‌پي) په ټولو ولايتونو کې بې‌وزله وګړو ته د خوراکي توکو د وېش پروسه پيل کړې چې د دغې پروسې له لارې ننګرهار کانال ۱۲۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.

هغه زياته کړه: «زموږ د ادارې مشر د WFP له مسوولينو سره ناسته وکړه او هغوی ته يې وويل چې موږ ته ونډه راکړئ، ځکه د کانال ډېرې برخې رغونې او پاکارۍ ته اړتيا لري چې له يوې خوا به خلکو ته د کار زمينه برابره شي او له بلې خوا به د کانال ډېرې برخې هم ورغول شي.»

دی وايي، په اوسنۍ شپږ مياشتنۍ پروسه کې ۱۲۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې چې په دغو کسانو کې د کانال ادارې يو شمېر مامورين هم شامل دي.

د غريبمل په خبره، د کارموندنې په دغه پروژه کې تر اوسه د کانال رياست ۲۷ کيلومټره لويې ويالې او فرعي کانالونه پاک شوي او د اوبو سيسټم بېرته فعال شوی دی.

دی وايي، دغه ويالې او کانالونه په تېره يوه لسيزه کې پاک شوي نه وو چې له امله يې ډېر کښتونه او باغونه له منځه تللي وو خو اوس به دغه ستونزه هواره شي.

په ورته وخت کې، د ننګرهار کانال د دويم فارم امر انجينر سيداغا مياخېل وايي، د دغې پروژې پرمټ توانيدلي چې د دويم فارم اړوند لسګونه فرعي ويالې او کانالونه پاک کړي، د مالټو او زيتونو باغونه او بوټي خېشاوه کړي او ځنګل لرونکو سيمو ته هم اوبه ورسوي.

د خوړو نړۍوال سازمان په مالي همکارۍ د کانال رياست د کارموندنې په یاد پروګرام کې پر کار بوخت خلک خوښ دي چې د کار زمينه ورته برابره شوې ده.

نيک‌محمد چې د کانال رياست د دويم فارم اړوند په فارم هډې کمپ سيمه کې اوسېږي او دغه پروژه کې ورته د کار زمينه برابره شوې، وايي، شاوخوا ۱۰ مياشتې وزګار و، خو اوس ورته له پنځو مياشتو راهیسې کانال رياست د کار زمينه برابره کړې ده.

يو بل کاريګر شېرالرحمن وايي: «دلته زیاتره ځوانان کار کوي، که ځوانان په کار مصروف نه شي، نشه‌يان کېږي، غلا ته مخه کوي؛ نو زموږ هيله دا ده چې حکومت موږ ته دوامداره کار پيدا کړي.»

د ننګرهار کانال پروژه چې ۱۱زره او ۳۹۶ هکټاره ځمکه لري، د ننګرهار په پنځو ولسواليو کې پرته ده او د زيتونو او سترسو پر پراخو باغونو سربېره، د خرما او نورو مېوو باغونه، د چرګانو او ماهيانو فارمونه او د زيتونو د پروسس لويه فابريکه هم لري.

Visits: 192

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.