ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فرېب‌کارانو د فاریاب ځیني خلک تېر ایستلي او پیسې یې ترې اخیستې

فرېب‌کارانو د فاریاب ځیني خلک تېر ایستلي او پیسې یې ترې اخیستې

author avatar
26 Sep 2022 - 16:35
فرېب‌کارانو د فاریاب ځیني خلک تېر ایستلي او پیسې یې ترې اخیستې
author avatar
26 Sep 2022 - 16:35

میمنه (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۱): د فارياب د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت وايي، يو شمېر ناوړه ګټه اخیستونکو د مخابراتي شبکو له شمېرو په استفادې، د دغه ولايت ځیني اوسېدونکي په دې پلمه چې ګواکې لویه جاېزه یې ګټلې، دوکه کړي او ډېرې پیسې یې ترې اخیستې دي.

سرچينې په خوست ولايت کې د يوه داسې کس د نيولو خبر هم ورکړى چې د فارياب، جوزجان او هرات ولايتونو له يو شمېر ښځو يې په دفترونو کې د ګومارلو او يا بهر ته د لېږدولو په پلمه شخصي معلومات او عکسونه ترلاسه کړي او وروسته يې ځورولې دي.

د فارياب ولايت له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت د کشف او الکترونيکي جرايمو امر مولوي حيات‌الله مرادي پژواک خبري اژانس ته وويل: «يو شمېر بیکار او دوکه کوونکو کسانو د مخابراتي شبکو له شمېرو په استفادې ځیني ساده او د کمزوري فکر خاوندان دوکه کړي او د لویو جایزو د ورکولو په بهانه یې ډېرې پیسې ترې اخیستې دي.»

هغه زياته کړه، دغه فریبکاران چې موقعیت یې ترې یوه حده معلوم شوی، د پروان ولايت اوسېدونکي دي، د مخابراتي شبکو په نوم یې له بېلابېلو ټيلېفوني شمېرو ځینو کسانو ته زنګونه وهلي او ورته ويلي يې دي چې ٧٧٠ زره نغدې پیسې يا موټر، سره زر او نورې جایزې ورته وتلې دي او باید د دولت مالیه او د لېږد لګښت ورکړي او جوایز ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه: «تېر ایستونکي له هغه کسانو چې زنګ یې ورته وهلی غواړي چې د دولت د ماليې د ورکړې لپاره باید کرېډېټ کارت واستوي؛ ځکه سیسټم نغدې پیسې نه مني.»

هغه زياته کړه، تر لسو ډېرو کسانو ورته شکايت کړى چې بېلابېلو شمېرو ته یې له څلور زره تر ١٣٠زرو افغانيو پورې کرېډېټ کارتونه استولي دي.

د هغه په ​​خبره، دغو فریبکارانو له ځينو کسانو کرېډېټ کارتونه د «مي ټو یو» د (پيسو لېږد) له لارې ترلاسه کړي؛ ځینو نورو ته یې د کرېډېټ کارت د شمېرې له ورکولو وروسته ویلي چې کارتونه له منځه یوسي.

د الکترونیکي جرمونو د کشف او څارنې امر له خلکو غوښتي چې د دغه ډول خلکو د دوکې ښکار نه شي.

د هغه په ​​وينا، دوى د خوست د الکټرونیکي امريت څانګې په مرسته د د دغه ولايت هغه اوسېدونکى معلوم کړی او نیولی چې د ټېلېفوني اړیکو له لارې يې د فارياب، جوزجان او هرات يو شمېر مېرمنې د دندې ګومارلو په موخه ځورولې.

دوه هغه دوکه شوي کسان چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، چا چې له دوى سره اړيکه نيولې وه فکر یې نه کاوه چې فریبکار به وي.

یو له دوی چې دیني عالم دی وايي، د شل زره افغانیو په ارزښت کریډېټ کارت یې فریبکارانو ته استولی دی.

د دوکه ورکونکي کس نیول

د فارياب د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت د کشف او الکترونیکي جرمونو او کشف امر وايي، د امين‌الله په نوم يو کس چې د خوست ولايت د ځاځي‌ميدان ولسوالۍ د «خيال‌کوټ» کلي اوسېدونکی دی، څه موده مخکې یې ځان د (USB) دفتر مسوول معرفي کړی او د فاریاب، جوزجان او هرات ځینو اوسېدونکو ته یې زنګ وهلی او ورته ویلي یې دي چې که لوستې ښځې مو په سیمه کې د کار په لټه کې وي، له هغه سره دې اړیکه ونیسي.

هغه زیاته کړه، ښځې چې له نوموړي سره اړیکه نیسي، هغه لومړی CV او ۳ عکسونه ترې غواړي؛ بیا ورته وايي چې د دوی د قد او فزیکي حالت په اړه د ښه پوهېدو لپاره هم یو څو انځورونه ورته واستوي، څو ډاډه شي چې دوی روغې دي.

سرچينې زياته کړه: «کله چې يو شمېر ښځې خپل عکسونه ورته استوي، مغرض کس عکسونه د کمپیوټر په وسیله ډېر حساس جوړوي او بېرته یې هر خپل کس ته استوي او ګواښ ورته کوي چې که پيسې ور نه کړي یا خپله بربنډه وېډیو ورته وانه ستوي، نو عکسونه به يې په ټولنيزو شبکو کې خپاره کړي.»

هغه زیاته کړه: «هغه ښځې چې انځورونه یې ورکړي وو، د دغه حیرانوونکي کار په اړه یې څه نه شوای ویلای، خو یو شمېر یې زموږ څانګې ته راغلې او موضوع یې شریکه کړه، څو د معلومولو لپاره یې اقدام وکړو.»

د الکترونیکي جرمونو د کشف مدیر وايي، له شکایت کوونکو مېرمنو یې د کس ټلیفوني شمېرې واخیستې، د هغه ځای یې دستګاه په وسیله پیدا کړ چې په خوست ولایت کې دی، بیا یې د هغه ولایت د کشف او الکترونیکي جرمونو له امر سره په همغږۍ نیولی دی او په جوزجان کې له یوې ښځې څخه ۱۵ زره افغانۍ او ټول هغه اسناد او شواهد ترلاسه کړي چې له نورو یې اخیستي وو.

د تورن امين‌الله په غږيز کليپ کې چې پژواک ترلاسه کړی، اعتراف کوي چې پر دنده د ګومارلو او بهر ته د لېږد په پلمه یې يو شمېر ښځې د ټيلېفوني اړيکې له لارې ځورولې دي.

Views: 48

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.