Language

د بدخشان هغو لسګونو کم ‎عمره کسانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه چې له ګاونډیو هېوادونو راایستل شوي

فیض ‎آباد (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۱): بدخشان کې ځايي سرچینې په روان کې کال کې له ګاونډیو هېوادونو له ۱۸ کلونو د کم‎عمره ۷۵ ماشومانو راایستل کېدو خبر ورکوي او وايي چې یادو لسګونو کسانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

د دغه ولایت د کډوالو چارو رییس محمدیونس جهادمل پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ریاست ثبت شوې شمېرې ښيي چې د روان کال په اوږدو کې تر اوسه له پاکستان او ایرانه ۸۳۸ کسان را ایستل شوي او بېرته دغه ولایت ته ورستانه شوي دي.

هغه وویل، په راایستل شوو کې ۷۵ کم‌عمره کسان هم شته چې د ارګو، خاش او جرم او شهدا ولسوالیو اصلي اوسېدونکي دي چې د اسلام کلا، تورخم او ملک بندرونو له لارې په زور راایستل شوي دي.

هغه وویل چې یادو ماشومانو ته یې د کډوالۍ نړۍوال سازمان، پوهنې او کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په همکارۍ د خپلې خوښې حرفوي زده‌‎کړو زمینه برابره کړې ده.

login or register a new account.