ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي تړون پروګرام ۳۳۵۱ کارکوونکو د پنځو میاشتو تنخواګانې نه دي ورکړل شوې

د ولسي تړون پروګرام ۳۳۵۱ کارکوونکو د پنځو میاشتو تنخواګانې نه دي ورکړل شوې

author avatar
27 Sep 2022 - 15:01
د ولسي تړون پروګرام ۳۳۵۱ کارکوونکو د پنځو میاشتو تنخواګانې نه دي ورکړل شوې
author avatar
27 Sep 2022 - 15:01

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۱): د ولسي تړون ملي پروګرام د ۳۳۵۱ کارکوونکو د پنځو میاشتو تنخواګانې په داسې حال کې نه دي ورکړل شوي چې په افغانستان بانک کې د دغه پروګرام تمویلوونکی (نړۍوال بانک) په بانکي حساب کې پیسې هم شته.

دغه کارکوونکي وایي، نړۍوال بانک د مالیې وزارت اړوند په بانکي حسابونو کې پیسې لري او حکومت باید د دغې ستونزې د حل لپاره د حل لاره ولټوي. د مالیې وزارت بیا وایي چې د نړۍوال بانک له اجازې پرته دغه پیسې نه شي کارولی، خو هڅې کوي چې دغې ستونزې ته د حل لار پیدا کړي.

د ولسي تړون یاد پروګرام د حکومت یو بین‌الوزارتي پروګرام دی چې د ۱۳۹۵ کال په تلې میاشت کې پیل شوی. د کلیو پراختیا وزارت هغه مهال ویلي و چې د دغه لس کلن پروګرام له لارې د کلیو د پراختیايي شوراګانو په مرسته د ښوونځیو ودانۍ، فرعي سړکونه، سربندونه، د اوبو زېرمې او ویالې، استنادي دېوالونه او دې ته ورته نورې پروژې پلې کېږي.

د ولسي تړون کارکوونکو ته د پنځو میاشتو تنخواګانې نه دي ورکړل شوې

په ختیځ زون کې د کلیو او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام د څارنې او ارزونې مسوول سید ناصر سادات پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه پروګرام ۳۳۵۱ کارکوونکو د پنځو میاشتو تنخواګانې ترلاسه کړې نه دي.

هغه چې د یادو نورو کارکوونکو په استازیتوب یې خبرې کولې، زیاته کړه چې د دغه پروګرام مالي ملاتړ نړۍوال بانک کاوه او له یادو کارکوونکو سره د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال تر لیندۍ میاشتې قردادونه شوي وو.

د ده په وینا، وروسته له هغې چې د زمري میاشتې په ۲۴ مه، په افغانستان کې مخکنی حکومت وپرځېد او ځای یې اوسني حکومت ونیو، د څو اونیو لپاره هغوی دندو ته ولاړ نه شول، خو وروسته خپلو دندو ته ور وغوښتل شول او د شویو قراردادونو له مخې یې، د ۱۴۰۰ کال د لېندۍ میاشتې تر پایه دندې تر سره کړې.

سادات وایي، وروسته له هغه چې د یادو قراردادونو وخت پای ته ورسېد، د کلیو پرختیا وزارت یادو څه باندې ټولو درې زره کسانو ته وویل چې د دغه پروګرام د برخلیک تر معلومېدو دې دندو ته نه ورځي.

د ده په وینا، یادو کارکوونکو د ۱۴۰۰ کال د پنځو میاشتو (زمري، وږي، تلې، لړم او لیندۍ) معاشونه نه دي ترلاسه کړي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغه وایي، دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان بانک کې د یاد پروګرام لپاره د نړۍوال بانک په بانکي حساب کې تر ۱۷۳ میلیونه افغانۍ شتون لري.

سادات زیاتوي چې دوی په وار وار خپل غږ پورته کړی، څو د معاشونو د تر لاسه کولو لپاره یوه لاره ولټول شي؛ خو تر اوسه یې چا غږ نه دی اورېدلی.

هغه زیاتوي: «د کلیو پراختیا وزارت یې په مالیې وزارت وراچوي، د مالیې وزارت یې په بانک جهاني وراچوي، له موږ هم لاره ورکه ده چې څه وکړو او هره یو کارمند نن حیران پاتې دی چې څه ډول خپلو بچیانو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.»

سادات وایي، د کلیو پراختیا او د مالیې وزارتونه باید په همغږۍ د دغې پروژې د پاتې نیمګړو کارونو او د یادو کارکوونکو د معاشونو برخلیک معلوم کړي.

په کابل کې د ولسي تړون د کارکوونکو استازی محمدفهیم کمال هم ورته څرګندونې کوي او وایي، د پنځو میاشتو معاشونه یې پاتې دي او حکومت دې ورته یوه لاره چاره ولټوي.

کمال وایي: «زما له حال یوه خدای (ج) خبر دی، دا زموږ حق دی، انکشاف دهات وزارت هم خبر دی چې هلته مو ټول اسنادونه شته، مالیې وزارت هم خبر دی چې موږ د نړۍوال بانک پروژه کې کار کاوه، د نړۍوال بانک پیسې هم شته، نو ولې زموږ معاشونه نه راکول کېږي؟»

ده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې د ولسي تړون پروګرام د کارکوونکو تنخواګانې له لس زره افغانیو تر ۲۵۰زره افغانیو دي.

د کلیو پراختیا وزارت د ولسي تړون له یادو ۳۳۵۱ کسانو څخه له څو ورځو راهیسې څلور کسان دغه وزارت ته د یادې پروژې د ځینو اداري کارونو د بشپړولو په موخه غوښتل شوي او هره ورځ خپلو دندو ته ورځي.

له دغو کسانو یوه محمد ولي عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کلیو پراختیا وزارت له مالیې وزارت سره په همغږۍ ډېرې هڅې کړې، ترڅو د یادو کارکوونکو د معاشونو ستونزه حل شي، خو تر اوسه يې پایله نه ده لرلې.

د هغه په وینا، د کلیو پراختیا وزارت او یادو کارکوونکو د تېر کال د زمري میاشتې د ۲۴مې له تحول وروسته، څو ځله دغه ستونزه له نړۍوال بانک سره شریکه کړې، خو دغه بانک ځواب نه وایي.

عزیزي وایي، داسې ویل کېږي چې نړۍوال بانک په افغانستان کې د نورو نړۍوالو ادارو په څېر یوه څانګه پرانیزي او په وینا یې که دغه کار وشي، نو ورسره به د یادو کارکوونکو د معاشونو ستونزه هم حل شي.

د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل دا مني چې د یادو کسانو تنخواګانې پاتې دي او د نړۍوال بانک په ځانګړو حسابونو کې پیسې شته، خو زیاتوي چې دغه پیسې د د دولت د بودجې اړوند نه دي او وزارت نه شي کولی د یاد بانک او تمویلوونکو له اجازې پرته یې وکاروي.

دی وایي: «موږ منتظر یو چې ډونران (تمویلوونکي) موږ ته اجازه لیک راوسپاري، ترڅو موږ دغه پیسې د دغې پروژې لپاره اجرا کړو. که چېرې یې اوس په خپل سر اجرا کړو او سبا دغه ډونران بېرته افغانستان ته د خپلو کارونو د بیا پیل لپاره راشي، بیا کېدای شي په موږ جریمه وضع شي، نو تر څو چې هغوي موږ ته اجازه را نه کړي موږ دغه پیسې نه شو کارولی.»

حقمل وایي، مالیې وزارت هڅه کوي چې یادې ستونزې ته حل لار پیدا کړي.

دغه موضوع مو د روانې تلې میاشتې په درېیمه د برېښنالیک له لارې له نړۍوال بانک سره شریکه کړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ویلی.

پژواک د روان کال د غویي په ۲۶مه هم یو راپور خپور کړی و چې د افغانستان د کلیو پراختیا وزارت، د کرنې او اوبو لګولو وزارت او د اوبو او انرژۍ وزارت کې د اسیا پراختیايي بانک اړوند پروژو د ۴۶۳ کارکوونکو د پنځو میاشتو څه باندې ۴.۴ میلیون ډالر معاشونه نه دي ورکړل شوي.

Visits: 845

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.