ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې «د بيا مېشتېدنې ولايتي کمېټې» دویم ځل فعاليت پيل کړ

پکتيکا کې «د بيا مېشتېدنې ولايتي کمېټې» دویم ځل فعاليت پيل کړ

author avatar
27 Sep 2022 - 19:36
پکتيکا کې «د بيا مېشتېدنې ولايتي کمېټې» دویم ځل فعاليت پيل کړ
author avatar
27 Sep 2022 - 19:36

ښرنه (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۱): په پکتيکا کې د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت اړوند «د بیامېشتېدنې ولايتي کمېټې» چې په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته یې د تخنيکي ستونزو په سبب چارې درېدلې وې، اوس بېرته په فعاليت پیل وکړ.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه «د بیامېشتېدنې ولايتي کمېټه» چې د هېوادد په ۲۸ ولايتونو کې یې فعاليت درلود، په ۱۳۹۵ لمريز کال کې د تېر جمهوري نظام پر مهال تاسیس شوې وه چې د سرپرست حکومت په راتلو سره یې چارې په ټپه درېدلې وې.

خو اوس د سرپرست حکومت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي په يو تازه اقدام کې د دغې کمېټې د بيا فعالولو خبر ورکوي.

له کډوالو چارو وزارت څخه په همدې موخه پکتیکا ته د راغلي پلاوي یوه غړي مسعود سروش وايي چې په دغه ولايت کې به د دې کمېټې مشري د پکتيکا والي کوي او د مرستيالۍ چارې به یې د کډوالو چارو رياست پر غاړه وي خو د دغې کمېټې په غړيتوب کې به د حکومت سکتوري رياستونه او موسسات هم شامل وي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، د «د بیامېشتېدنې ولايتي کمېټه» به د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وګړو هغو ستونزو ته رسېدنه کوي چې د سرپناه د نشتون، تعليم، روغتيا او یا نورو برخو کې ورسره مخ دي.

دی زياتوي، د پکتيکا په ګډون په هر ولايت کې به دغه کمېټه له فعالېدو وروسته د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې تر څنګ د هغوی د ثبت او راجستر چارې هم پر مخ وړي.

د سروش په وينا «د بیامېشتېدنې ولايتي کمېټه» تر اوسه په بادغيس، نورستان، پنجشېر، کاپیسا او اروزګان ولایتونو کې فعالیت نه لري خو زياتوي چې راتلونکې کې به د دغې کمېټې فعالیت یادو ولايتونو ته هم وغځوي.

په پکتيکا ولايت کې د داخلي او له بهر څخه راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه دغه کمېټه په داسې مهال فعاليت پيل کوي، چې دغه ولايت ته له بهر څخه ځينې راغلي کډوال د سرپناه د نشتون له ستونزې سره مخ دي.

په دغه ولايت کې يوه کورنۍ چې شاوخوا دوه مياشتې مخکې له پاکستان څخه راغلې ده وايي، چې د سرپناه لپاره دايمي استوګنځای نه لري او غوښتنه کوي چې حکومت دې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د دغې کورنۍ سرپرست محمدولي پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ چې دلته راغلو نو څه باندې دوه مياشتې به مو کېږي، د بې کاري ستونزې خو هسې شته خو يوه لويه ستونزه مو د کور د نشتون ده، موږ اوس په يوه کلي کې همسايه اوسو، تر اوسه حکومت راته توجو نه ده کړې، غوښتنه مو دا ده چې که موږ ته د کور غم وخوري.»

بل خوا د پکتيکا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست وايي، چې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د دوی رياست د داخلي او له بهرنيو هيوادونو څخه د راغليو افغان کډوالو د سرپناه لپاره د دې ولايت د کرنې اوبو لګولو او مالداري له رياست څخه ۳۵۰۰ جريبه ځمکه- چې جريب یې په ۴۰۰ زره افغانۍ دی- اخيستل شوې او په رسمي ډول یې انتقال ترسره شوی خو زياتوي چې پر دې ځمکه د قومي دعوو له کبله تر اوسه حکومتي تصرف نه دی ترسره شوی او نه ترې کډوالو ته نمرې ورکړل شوې دي.

د دغه رياست مرستيال احسان الله اڅک زياتوي، د کډوالو ښار ګوټي پر سر د حکومت او خلکو تر منځ د ايجاد شوې دعوې موضوع تر عدلي او قضايي ارګانونو رسېدلې چې په نږدې وخت کې به حل او وروسته به په ځانګړي شوي ښارګوټي کې هغو کډوالو ته د استوګنې نمرې ووېشي چې د سرپناه په برخه کې ستونزې لري.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، له ۱۳۹۶ لمريز کال را وروسته تر ۱۴۰۱ کال پورې پکتيکا ته له ايران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه ۱۳ زره ۷۵۰ کورنۍ او ۱۰ زره ۱۲۳ وګړي بیرته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، د سرپرست حکومت له واکمنېدو راوروسته هم يو ميليون او دوه سوه زره تنه افغانان له بېلابيلو هيوادونو څخه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

Views: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.