ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ستانکزی: تعلیم پر نر او ښځه فرض دی؛ د ښوونځیو او مدرسو دروازې دې د ټولو پر مخ پرانیستل شي

ستانکزی: تعلیم پر نر او ښځه فرض دی؛ د ښوونځیو او مدرسو دروازې دې د ټولو پر مخ پرانیستل شي

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال محمدعباس ستانکزي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن رامنځته کېدو لامل وباله او د دغو ښوونځیو د بېرته پرانیستلو غوښتنه یې وکړه.

ښوونیز کال د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې پیل شو؛ د افغانستان سرپرست حکومت په همغه ورځ د نجونو د منځنيو ښوونځیو او لېسو پرانیستلو بهير وځنډاوه او ويې ويل، په دې برخه کې پر يوې طرحې کار روان دى او تر بشپړېدو وروسته به دغه ښوونځي بېرته پرانېستل شي، خو دغه کار تر اوسه نه دى شوى.

خو د پوهنې وزارت مخکني سرپرست مولوي نورالله منير د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو د نه پرانیستلو په اړه ویلي وو، د لرو سيمو خلک نه غواړي چې لوڼې یې ښوونځيو ته ولاړې شي، د دغه کار مخالف دي؛ ‎ خو هڅې روانې دي چې نجونو ته ښوونځي ته د تګ لازم شرایط برابر شي  څو ټولو ته د منلو وړ وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال محمدعباس ستانکزي چې نن یې په کابل کې د ګرځندویۍ نړۍوالې ورځې په مراسمو کې خبرې کولې وویل، غوښتنه یې دا ده چې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

نوموړي زیاته کړه، په تېرو ۴۰ کلونو کې په هېواد کې د پوهنې برخې ته ډېر زیان اوښتی، هغه مهال د هېواد په کچه دوه پوهنتونونه موجود وو، خو اوس په ډېری ولایتونو کې پوهنتونونه شته او اسلامي امارت هڅه کوي، څو دغه پوهنتونونه پر نړۍوالو معیارونو برابر کړي.

ستانکزي د هېواد پرمختګ د خلکو په ښوونې او روزنې پورې تړلى وباله، زده‌کړه يې د نر او ښځې لپاره فرض وبلله او د نجونو او هلکانو لپاره يې د ښوونځيو پر ژر تره ژره پرانیستلو ټينګار وکړ، ويې ويل، په دې برخه کې هېڅ ډول خنډ نشته، ټول خلک غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

دغه‌راز هغه زیاته کړه چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کېدل هیڅ اسلامي دلیل نه لري او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان ټول جید عالمان په دې موافقت لري چې نجونو ته دې ژر تر ژره د زده‌کړو زمینه برابره شي.

ستانکزی وايي: «ما څو ځله ویلي او اوس هم په څرګندو ټکو سره وایم چې زده‌کړه په نر او ښځه فرض ده. مهمه خبره دا ده چې ښوونه او روزنه باید خلاص شي، پرته له تبعیضه د نارینه او ښځو پر مخ پرانیستل شي. عالمان موجود دي، هېڅوک یې له فرضیته انکار نه شي کولای، تعلیم مطلق پر نر او ښځه فرض دی، باید د ښوونځیو او مدرسو دروازې ژر تر ژره پرانیستل شي.»

هغه د ځينو تخنيکي ستونزو د موجودیت پخلی وکړ، خو ټينګار يې وکړ چې که حکومت غواړي ملي يووالى ټينګ کړي، بايد د نجونو د ښوونځيو په پرانيستلو سره ټولو ته د ازاده توګه د زده کړو زمينه برابره کړي.

دغه‌راز نوموړي د پوهنې وزير ته په خطاب کې وویل چې تخنيکي ستونزې دې حل او د ښوونځيو دروازې پرانیزي.

ستانکزي زياته کړه: «دلته د ښوونې او روزنې په برخه کې کارکوونکي او وزیر صاحبان شته او دوى مکلف دي او وظیفه لري چې شته ستونزې باید هوارې کړي، نه دا چې نن او سبا، هر څومره ژر چې وي باید حل شي.»

د ستانکزي په خبره، که ښوونځي نور هم تړلي پاتې شي، ستونزې به نورې هم ډېرې او د ده په باور، ولس به له حکومت سره واټن پیدا کړي.

Visits: 69

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.