ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: که د افغانستان سرپرست حکومت مثبت تعامل ونه کړي، له انزوا سره به مخ شي

ملګري ملتونه: که د افغانستان سرپرست حکومت مثبت تعامل ونه کړي، له انزوا سره به مخ شي

author avatar
27 Sep 2022 - 23:54
ملګري ملتونه: که د افغانستان سرپرست حکومت مثبت تعامل ونه کړي، له انزوا سره به مخ شي
author avatar
27 Sep 2022 - 23:54

اټلانټا (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۱): ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که د افغانستان سرپرست حکومت د نړیوالو له لوري د رامنځته شوي فرصت په اساس رغوونکي تعامل ته مخه نه کړي، نو دغه هېواد انزوا، بې وزلې او داخلي شخړو ترڅنګ به د ډېرو افغانانو د کډوال کېدو لامل شي .

دغه څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او د یوناما سرپرست مارکس پوټزل د تلې په پنځمه د افغانستان په وخت تر ماښام وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه ځانګړې غونډې ته وکړې چې د افغانستان د وضعیت په اړه جوړه شوې وه.

هغه په دې وینا کې د افغانستان پر وروستیو حالاتو او په ځانګړې توګه د نجونو پر زده کړو، بشري او ښځو حقونو، اقتصادي او امنیتي حالاتو رڼا واچوله.

د يوناما سرپرست مارکس پوتزل دملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وويل، افغانستان له یو لړ سختو بحرانونو سره مخامخ دی. که سرپرست حومت ګام وانخلي، د ټولنې دټولو قشرونو غږ وانه وري او د بيلا بيلو ټولنو استازیتوب ونه شي، ممکن دوی افغانان له لا ډيرې بدبختۍ سره مخامخ کړي.

ده زیاته کړه :" زه ویره لرم چې په افغانستان کې له طالب چارواکو سره د تعامل د ستراتیژۍ په اړه په نړیواله ټولنه کې د ډیرو حوصله اوصبر په ختمیدو دی."

د هغه په وینا، په تیرو څو میاشتو کې مثبت پرمختګونه هم شوي دي، خو ډير لږ او ډیر ورو دي او د منفي هغو تر اغيزې لاندې دي. په ځانګړې توګه، د نجونو لپاره د منځنيو زده کړو روان بندیز – چې په نړۍ کې بې ساری دی – او د ښځو پر حقونو مخ پر زیاتیدونکي محدودیتونه دا ښيي چې طالبان له ۵۰ سلنې څخه دډیر نفوس په تړاو بې تفاوته دي او ليواله دي چې د نړیوالې د انزوا له خطر سره مخامخ شي.

د یوناما سرپرست د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې وروستیو نښتو او نا امنیو په اړه وویل ، داسې راپورونه ، ویډیوګانې او عکسونه خپاره شوي چې په دې نښتو کې له بشري حقونو څخه جدي سرغړونې په ډاګه کوي.

پوټزل وایي، چې ملګرو ملتونو د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتي، چې دغه قضيې په جدي توګه وڅېړي، خو د ده په وينا، سره له دې چې ددفاع وزارت د دې موضوع د څېړلو ژمنه کړې، تر اوسه د دغه ډول څېړنو پرمختګ او وضعیت لا هم معلوم نه دى.

هغه زیاته کړه چې یوناما به دا راپورونه او د بشري حقونو د سرغړونو نورې قضیې په دقت سره وڅاري.

د افغانستان ددفاع وزارت وروسته له هغه د یادو پېښو د څیړنو اعلان وکړ چې په پنجشیر کې د بندیانو د وژلو په اړه ویډیوګانې خپرې شوې، خو تر اوسه د دې ډول څېړنو پایلې نه دي خپرې شوې.

د یوناما سرپرست خبرداری ورکړ چې د داعش-خراسان ډلې په افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړي او د افغانستان سرپرست حکومت د داعش د ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو خبرداري ته پام نه دی کړی.

خو د افغانستان سرپرست حکومت څو ورځې مخکې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د ادعاوو په اړه چې ګوندې ترهګرې ډلې په افغانستان کې دي، وویل چې هیڅ داسې ډله په افغانستان کې نشته او ځینې مغرضې کړۍ بې ځآیونه تورونه پورې کوي.

د یوناما سرپرست د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته ویلی، چې په افغانستان کې د  القاعدې د ایمن الظواهري موجودیت له ترهګرو ډلو په وړاندې د سرپرست حکومت د مبارزې ژمنه تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

پوټزل خبرداری ورکړ که سرپرست حکومت د نړیوالو له لوري د دغه رامنځته شوي فرصت په اساس رغوونکي تعامل ته مخه نه کړي، څه به پېښ شي.

د هغه په وینا، انزوا، بې وزلې او داخلي شخړې به د ډېرو افغانانو د کډوال کېدو لامل شي او دا هغه څه دي چې ترهګرو ډلو لپاره به ګټور وي.

نوموړي زیاته کړه، چې له همدې کبله باید تعامل وشي او د تعامل هدف په افغانستان کې د حکومتولۍ ترویج دی چې د افغانانو په ګټه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې  افغانستان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي چې په خبره یې ډېرو هېوادونو د دوی دغو مثبتو اړیکو ته هرکلی ویلی دی.

هغه زیاته کړې وه، د افغانستان اسلامي امارت غواړي له ټولې نړۍ سره هر ډول ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او زیاته یې کړه، اوس چې امریکا هم د ستونزو حل لپاره د خبرو لاره غوره کړې، دوی یې هرکلی کوي:

د یوناما سرپرست همدغه راز زیاته کړه چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې د بانکي سیستم د خرابېدو او له نړیوال بانکي سیستم ته د نه لاسرسي له کبله افغانستان د نغدو پېسو له کموالي سره مخامخ شوی دی.

نوموړي وویل چې نړیوال سازمانونه اوهېوادونه ۶۱۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لري چې په ژمي کې له افغانانوسره مرسته وکړي. مخکې هم د دغې ستونزې سره د مبارزې لپاره ۱۵۴ میلیون ډالر مرسته اعلان شوې وه.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.