Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې ځيني تاریخي ځایونه او ابدې بیارغونې ته اړتیا لري

پل‎علم (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۱): د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د دغه ولایت د مرکز پل‎علم په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې ۱۳ تاریخي ابدې او ۶ تاریخي سیمې له دوی سره ثبت دي چې اوسنی وضعیت یې اندېښمنوونکی دی او باید ورغول شي.

د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع‌الله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو ۲۰ کلونو کې د لوګر ولایت تاریخي سیمو او ابدو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او اړتیا ده چې بیا ورغول شي.

هغه زیاته کړه، دغه راز د لوګر ځینې تاریخي سیمې او ابدې لا تر اوسه د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره نه دي ثبت شوې، هڅه کوي دغه مهم کار هم وشي.

دی وايي، د دغه ولایت تاریخي سیمې سلګونه کاله تاریخي مخینه لري چې دوی یې د ځينو مرستندویه ادارو پر مټ د نړېدو او بیارغولو په هڅه کې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.